فيض اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٦): د بدخشان د ځمکو (اراضي) خپلواکه اداره وايي، د ياد ولايت په ٢٣ ولسواليو کې له (۲۱۱۴۶) جريبو زياته ځمکه غصب شوې، چې په وروستيو دوه کلونو کې (٤٢٨٩) جريبه ځمکه دوباره غصب شوې ده.
د ياد ولايت د ځمکې خپلواکې ادارې سرپرست انجنير احمد ضياء مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه رياست له ١٣٩٣ لمريز کال راهيسې بدخشان کې د يوې خپلواکې ادارې په توګه فعاليت کوي چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې د دولت د قضاياوو امريت او عدلي او قضايي ارګانونو په همکارۍ له (٦٤١) جريبه زياته ځمکه د ځمکو غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده
نوموړي پر دې سربېره زياته کړه، په ١٣٩٦ لمريز کال کې ٣٦٤٨ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوې ده.
د بدخشان د اراضي رياست سرپرست وويل، د يادې ادارې د سروې پر بنسټ د بدخشان ولايت په (٢٣) ولسواليو کې په ټوليز ډول (٢١١٤٦) جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې چې د دغو ځمکو ٢٠ سلنه يې په وروستيو دوه کلونو کې بيرته د دولت له لوري نيول شوې ده.
د بدخشان ياد سيمه ييز چارواکي په دې اړه چې د غاصبينو هويت ولې نه په ډاګه کېږي؟ وويل: “موږ هيڅکله هم د هغو کسانو نومونه نه شو په ډاګه کولى چې ځمکې يې غصب کړې، ځکه زموږ ژوند په خطر کې دى او يوازېنې لاره چې د ځمکو د راګرځولو لړۍ يې له خنډ سره مخ کړې؛ نا امني ده.”
مبارز د خبرو په دوام کې زياته کړه، ياده اداره تر اوسه پورې په دې نه ده توانېدلې چې د دغه ولايت په څلورو نا امنه ولسواليو کې چې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي؛ د ځمکو غصب په اړه سروې ترسره کړي.
خو د بدخشان د عدليې رييس امين الله اميني پژواک ته وويل، له ١٣٨٩ لمريز کال راهيسې شا وخوا ١٣ زره جريبه ځمکه له زورواکو راګرځول شوې چې ډېره برخه يې په جرم او بهارک ولسواليو کې ده.
نوموړي زياته کړه: “د جرم ولسوالۍ په حباب دښته کې (٤٠٠٠) جريبه دولتي ځمکه غصب شوې وه او دغه راز د جرم او بهارک ولسواليو ترمنځ په سرحوض سيمه کې (٤٠٠٠) جريبه ځمکه غصب شوې چې موږ د يادو ځمکو د راګرځولو پرېکنده حکم له محکمې اخيستې، خو دا چې په يادو سيمو کې وسله وال مخالفين حاکميت لري، تر اوسه امنيتي ځواکونو د محکمې حکم ته عملي بڼه نه ده ورکړې.”
بلخوا د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير محمد عالم عالمي وويل، د دولت د قضاياوو له لارې يې ٢٠ جريبه ځمکه په اشکاشم ولسوالۍ کې چې پخوا په کې څېړنيز فارم و او دغه راز يې د مال څر څلور جريبه ځمکه چې د غاصبينو له لوري نيول شوې وه؛ راګرځولې ده.
خو نوموړي زياته کړه، د فيض اباد په ښار کې د لعل بدخشان څېړنيز فارم چې په ١٤٤ جريبه ځمکه کې د زورواکو له لوري په استوګنيزو نومرو بدل شوى او دغه راز د بهارک ولسوالۍ په کوچه حصار سيمه کې او د فيض اباد ښار دشت قرغ سيمه کې د بڼ درې جريبه ځمکه لا هم د غاصبينو په کنټرول کې ده او کورونه په کې جوړ شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست امر سيد حسين نهيب هم وويل، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ٢٠ تاريخي ابادو له ډلې يې چې تر اوسه ثبت شوې؛ د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د ميريار بېک قبر تاريخي ودانۍ سيمه غصب شوې او تر اوسه يې يوازې يو-نيم جريب ځمکه د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري راګرځول شوې ده.
هغه ورته مهال زياته کړه: “د بوديجې د کمښت له امله په دې نه دي توانېدلي چې ولسواليو ته د سروې ټيمونه ولېږي، څو ساحه په کره توګه وڅاري چې د غاصبينو له لوري د يادو ابادو څومره اندازه ځمکه غصب شوې ده.”
بدخشان کې مدني بنسټونه هم د ځمکو د غصب په اړه اندېښنه ښيي.
د بدخشان د مدني ټولنې مجتمع مشر سيف الدين سايس په داسې حال کې چې بدخشان کم ځمکه لرونکى ولايت وباله، زياته يې کړه، په تېرو ١٥ کلونو کې تفريحي پارکونه، څر ځايونه او د واټونو پيادرونه او تر دې چې په فيض اباد ښار کې هديرې هم غصب شوې او په استوګنيزو ځايونو بدل شوي دي.
نوموړي وويل، دغه کار د بدخشان خلک ډېر اندېښمن کړي، دولت هم تر اوسه پورې د غصب شوو ځمکو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې او غاصبين د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم زړور کېږي او د عامه ملکيتونو غصب ته دوام ورکوي.
يوه بل مدني فعال او د فيض اباد د زاړه ښار اوسېدونکى غلام اتشپور وويل، د ياد ښار د اوسېدونکو يوازېنۍ عايداتي سرچينه مالداري ده، خو په تېرو پنځلسو کلونو کې ټول څر ځايونه د زورواکو له لوري په استوګنيزو ځايونو بدل شوي او تر دې چې د خلکو هديرې هم غصب شوې دي.
نوموړي څرګنده، په بدخشان کې عامه ملکيتونه او دولتي ځمکو غصب د دې لامل شوى چې له امله يې خلک ناهيلي شي، ځکه د دغه ولايت اوسېدونکو څو ځلې حکومتي او سيمه ييزو چارواکو ته په کتبي ډول د ځمکو له غصب شکايت کړى، خو تر اوسه پورې يې کوم پايله نه ده ترلاسه کړې.
ورته مهال د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري، پژواک ته وويل چې تېره اوونۍ د بدخشان د والي په رياست د سکټوري بنسټونو په ناسته کې د عامه ملکيتونو او دولتي ځمکو د غصب په اړه پرېکړه وشوه چې په ترڅ کې يې د غصب شوو ځمکو پر راګرځولو ټينګار وشو.
نوموړي زياته کړه: “پخوا هم د غصب شوو ځمکو د راګرځولو هڅې شوې دي، خو اوسمهال د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي هڅه کوي چې يادې ستونزې ته يوه معقوله حل لاره پيدا کړي، څو له جګړې او نښتې پرته وکولى شي له غاصبينو غصب شوې ځمکې راوګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې پر بنسټ، د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې له ١،٣ ميليون جريبه زياته ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده، خو په دايکنډي، پنجشېر، نورستان او کونړ ولايتونو کې د ځمکو د غصب مورد نه دى ثبت شوى.
د سرچينې په وينا، چې له کوچنيو غاصبينو نيولې چې ځانونو ته يې ځمکې غصب کړې او کورونه يې په کې جوړ کړي؛ تر سترو غاصبينو پورې چې د حکومت له سل زره جريبه ځمکې پورې يې غصب کړې، د ټولو شمېر يې ١٥ زره او ٨٣١ کسانو ته رسېږي او حکومت د يادو ځمکو د راګرځولو لپاره پياوړې سياسي اراده لري.










