سرپل(پژواک، ٢ کب ٩٦): د سرپل په مرکز کې د پايين کنت سيمې يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې له يوې اوونۍ راهيسې د دوى په سيمه کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعاليت بندېږي.
دوى وايي چې دغه سيمه ١٢ کلي لري.
د امام جعفر د کلي اوسېدونکى عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخابراتي شبکو د فعاليت پرې کېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زياته کړه، نه پوهېږي چې د شپې له خوا په دې سيمه کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه ولې بندېږي، خو له حکومته غواړي چې د حل لپاره يې اقدام وکړي.
د سيمې يو شمېر اوسېدونکي چې په راپور کې د نوم له اخېستلو ډډه کوي، وايي چې مخابراتي شبکې د شپې له خوا د طالبانو په غوښتنه د دوى په سيمه کې فعاليت بندوي.
دوى هم وايي چې د شپې له لوري د مخابراتي شبکو د فعاليت بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرپل ولايتي شورا غړي صلاح الدين چريک هم ددې موضوع پخلى وکړ او ويې ويل چې وسله والو طالبانو روشن او اتصالات مخابراتي شبکو ته چې په دې سيمه کې د مخابراتي پوښښ انتنونه لري، ګواښ کړى چې که د ماښام له شپږو د سهار تر شپږو بجو پورې خپلې انتنونه بند نه کړي، په پايو به يې بريد وکړي.
په ورته وخت کې د سرپل امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر اسدالله حبيبي بيا پر انتنونو برېد کې د طالبانو لاس لرل رد يا تاييد نه کړل.
د هغه په خبره، ښايي په لاندې کينت کليو کې به د مخابراتي شبکو انتنونه په خپله شبکې د تخنيکي ستونزو په سبب د شپې له خوا بندوي.
د هغه په خبره، وسله وال طالبان نه شي کولى چې انتنونه بند کړي، ځکه چې د لاندې کينت کليو د انتن پر غونډۍ د پوليسو او ولسي پاڅونوالو دوه پوستې شته او د انتنونو د ساتنې وړتيا لري.
د اترا ادارې د بورډ غړي بسم الله خرم پژواک اژانس ته وويل، په هغو ساحو کې چې امنيتي ستونزې شته، د حکومت وسله وال مخالفين مخابراتي شبکو ته ګواښ کوي چې دا انتنونه بايد د شپې له لوري بند کړي.
هغه زياته کړه چې که ددې سيمو امنيتي وضعيت ښه شي، مخابراتي شبکې د سيمو په ٢٤ ساعته پوښښ کې کومه ستونزه نه لري.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










