منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په غور کې د چاپخونو د نشتوالي له امله چاپي رسنۍ بندې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

فيروز کوه (پژواک،۲کب۹۶): د غور ولايت يو شمېر فرهنګيان وايي چې په دغه ولايت کې د خصوصي او دولتي چاپخونو نه شتون د لسګونو چاپي رسنيو د فعاليت بندېدو لامل شوی او ليکوالان خپل هنري اثار نه شي چاپولی.

 ددوی په وينا، ځينې چاپي رسنۍ چې پخوا يې دلته فعاليت درلود، خپل مطالب يې په کابل يا هرات کې چاپول چې له يوې خوا ډېر وخت نيسي او له بلې خوا يې لګښت ډېر دی.

په غور کې د فيروز کوه ادبي ټولنې مشر فضل الحق فايق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په فيروز کوه ښار کې د مطبعې نه شتون له امله، نه شي کولی چې خپل هنري او کلتوري اثار چاپ کړي.

 هغه  د خلکو په پوهولو او وړتيا جوړونه کې د ورځپاڼې، اوونيزې، مياشتنۍ او هنري اثارو په ګډون د چاپي اثارو رول او اغېز مهم وباله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې فيروزکوه ښار کې دې لږ تر لږه يوه مطبعه جوړه کړي، څو خصوصي سکتور هم و هڅول شي.

 په فيروز کوه کې د " هيس " مياشتنۍ خپرونې مسوول مدير يار محمد ياور هم ددې وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل، که څه هم چې پخوا يې ښه فعاليت درلود، خو د مطبعې د نه شتون له امله دوی هم اړ وو چې خپله خپرونه په کابل کې چاپ کړي چې هم يې ډېر وخت ته اړتيا درلوده او هم يې لګښت ډېر و.

 ياور دغه راز وويل چې د ياد شوو ستونزو له امله ددوی فعاليتونه بند شوي، زياته يې کړه چې په فيروزکوه ښار کې د يوې مطبعې شتون ډېر اړين ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي چې کلتوري فعاليتونه هم تعقيبوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غور د اوسېدونکو د بۍ وسۍ او اقتصادي ستونزو له امله په دغه ولايت کې مطبعه نه ده جوړه شوې .

 نوموړي زياته کړه چې يادې شوې ستونزې يې له اړونده ځايي ادارو سره شريکې کړې او ان د اطلاعاتو او کولتور وزارت يې هم خبر کړی، خو تر اوسه دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې.

خطيبي وويل:"د غور ولايت اوسېدونکي له دېرش کلونو راهيسې د مطبعې نه شتون له ستونزې سره مخ دي، سره له دې چې دغه موضوع مو د اطلاعاتو او کولتوز وزارت سره هم څو ځله شريکه کړې، خو له بدله مرغه تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې. "

  په ورته وخت کې د غور د اطلاعاتو او کولتور رياست چارواکي هم وايي چې په ياد شوي ولايت کې د مطبعې نه شتون له امله ليکوالان او چاپي رسنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د غور د اطلاعاتو او کولتور رييس فخر الدين ارياپور پژواک ته وويل چې د مطبعو نه شتون په ياد شوي ولايت کې د چاپي رسنيو او فرهنګي کارونو د فعاليت د ودې پر وړاندې اصلي خنډ دی.

خو نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او خصوصي سکتور په همکارۍ په غور کې يوه مطبعه جوړه کړي.

 د غور ولايت فرهنګيان په داسې حال کې د مطبعې د نه شتون له ستونزې سره مخ دي چې د چارواکو په وينا، په وروستيو کلونو کې په غور کې د ځوانانو له خوا له ۳۰ ډېرو چاپي رسنيو په ګډون ډېرې رسنۍ رامنځ ته شوې دي، خو له دوو کلونو راهيسې د دولت د نه همکارۍ او بويجې نه شتون له امله بندې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه