کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): په سرپل ولايت کې د پاسپورټ غوښتونکي د بېلابېلو لاملونه په سبب په ورځني ډول له ٦٠ تر ١٢٠ تنو پورې رسېدلى، خو د دغه ولايت د پاسپورټ څانګه د دغه پړاو وهلو لپاره يوازې د نيمو هغو امکانات لري.
له يوې مودې راهيسې د ايران سفارت له لوري د وېزې ورکړې په بدل کې د ضمانت پيسو نه اخيستل، نا امني، وچکالي او وزګارتيا په دې ولايت کې د پاسپورټ غوښتونکو د ډېرېدو عمده لاملونه دي.
د دغه ولايت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدنکي سيد مرتضى پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاسپورټ اکثره غوښتونکي غواړي چې ايران ته د کار لپاره لاړ شي، ځکه چې په هېواد کې نا امنيو او وچکاليو اندېښمن کړي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د پاسپورټ اخيستل يوه اوونۍ وخت نيسي.
خو نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته ادعا وکړه او ويې ويل، کوم کسان چې واسطه لري او يا کمېشن کارانو ته پيسې ورکوي، کولى شي چې له دې نه په کمه موده کې پاسپورټ تر لاسه کړي.
د سرپل د مرکز اوسېدونکي ګل محمد، د سوزمه کلا اوسېدونکى علي او د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکى حفيظ الله او يو شمېر نور کسان چې د پاسپورټ اخيستلو لپاره ليکه ولاړ وو، ورته څرګندونې درلودې، خو هېڅ يوه يې هم کمېشن کار ته د پيسو ورکولو په اړه جزييات ورنه کړل.
د سرپل ولايتي شورا غړي صلاح الدين چريک هم وويل چې د کاري زمينې نشتوالي او د وچکالۍ له امله په دغه ولايت کې د پاسپورټ غوښتونکي زيات شوي دي.
نوموړي وويل چې دا ستونزې يې څو ځلې له حکومتي چارواکو سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې کړې، خو تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدام نه دى شوى.
د سرپل امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله حبيبي وويل، پخوا چې کوم کسان ايران ته تلل، ٣٠٠يورو به يې امانت ورکول او د ايران وېزه به يې تر لاسه کوله، خو د ايران سفارت له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د ضمانت له اخيستو پرته وېزې ورکوي.
هغه زياته کړه، دا چې په سرپل کې د پاسپورټ غوښتونکي پنځوس سلنه زيات شوي، د پاسپورټ څانګه د اړينو امکاناتو د نشتوالي له امله نه شي کولى چې د ورځې له ٦٠ د زياتو کسانو کاري پړاوونه ووهي.
د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده چې له يو مودې راهيسې هره ورځ د پاسپورټ اخيستلو لپاره شاوخوا ١٢٠ عريضې ددې ولايت امنيې قوماندانۍ ته ورکول کېږي.
نوموړي د سرپل پاسپورټ اداره کې د فساد او کمېشن خبره رد کړه او ويې ويل چې دې څانګې ته جدي لارښوونه شوې چې د غوښتونکي کار دې چټک کړي او په اداره کې د کمېشن کار په نامه هېڅوک ونه ليدل شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










