کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ادارې مشر، په څو برخو د يادې ادارې له وېش څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، په دغه برخه کې موازي فعاليتونه د هېواد د لرغون پېژندنې چارو ته زيان اړوي.
ميراحمد جوينده دغه اندېښنه په هغو مراسمو کې څرګنده کړه، چې په کابل کې د افغانستان د لرغون پېژندنې ادارې رامنځته کېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت جوړه شوې وه.
هغه وويل: "د لرغون پېژندنې رياست څو ټوټې دى، يعنې يوه برخه يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړونده ده او بله برخه يې په علومو اکاډمي پورې تړلې، واحده اداره شتون نه لري، په دې اړه هرڅوک په خپل زړه پرېکړه کوي."
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ادارې مشر په وينا، په دغه برخه کې د څو ټوټو شتون او موازي فعاليت د لرغون پېژندنې ادارې د ځوړند حالت لامل شوې او د لرغونو اثارو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يې ستونزې رامنځته کړې دي.
جوينده په ياده ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست غوښتنه وکړه، چې ياده موضوع په جدي ډول له ولسمشر سره شريکه کړي، څو د لرغون پېژندنې ادارې لپاره واحد بنسټ رامنځته شي.
د علومو اکاډمي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري وويل، لرغوني اثار د يوه هېواد هويت او وياړ وي او بايد د يادو اثارو د ساتنې او خونديتوب لپاره په جدي توګه پاملرنه وشي.
نوموړي د لرغون پېژندنې ادارې د مشر اندېښنې په اړه نظر وړاندې کړ، خو څرګنده يې کړه، په وروستيو پنځو لسيزو کې افغانستان کې د جګړې او ګډوډيو له امله د هېواد ٧٠ سلنه تاريخي اثار غلا شوي، چې له يادې اندازې يې ډېر کم شمېر ترلاسه شوي دي.
د باوري په وينا، هېواد کې د لرغونو اثارو قاچاق کوونکي نه مجازات کېږي او دغه اثار چې د هېواد هويت په ډاګه کوي؛ په بې رحمانه ډول قاچاق کېږي او تر دې چې زورواکو د هېواد د تاريخي ځايونو له خښتو ځانونو ته کورونه جوړ کړي دي.
د يادولو ده چې په ياده ناسته کې د هېواد د تاريخي او لرغونو اثارو د اهميت په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام هم ولوستل شو.
ولسمشر غني په دغه پيغام کې وويل: "زموږ لرغوني اثار چې زموږ پانګه ده، بايد د دښمنانو له منګولو وژغورل شي او زموږ د تاريخي فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره پرې څېړنې وشي."
خو د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم په هغه پيغام کې چې په ياده ناسته کې ولوستل شو، ويلي چې خونړۍ جګړې او لرغون پېژندنې رياست ته د حکومت د چارواکو نه پاملرنه د دې لامل شوې، څو ياد رياست په اړونده برخه کې غوره لاسته راوړنې ونه لري.
هغه زياته کړې: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې اداره او د علومو اکاډمي چې د لرغون پېژندنې رياست دوه څانګې دي، د لرغون پېژندنې د نړيوالو اړيکو د پراختيا لپاره بايد روښانه پروګرامونه ترسره کړي، څو دغه پديده زموږ په هېواد کې غوره رنګ راوړي او وغوړيږي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










