منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سرتېري ملي ورځ په ټول هېواد کې ونمانځل شوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ۹ کب ۹۶): په ټولو ولايتونو کې د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې د سرتېري د ملي ورځې په مناسبت غونډې وشوې او ملي ځواکونه وستايل شول.

د ننګرهار مراسم چې د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې جوړ شوي وو، په کې د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو، افسرانو او قوماندانانو سربېره د ننګرهار دولتي چارواکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.

سرتېري د ملي ورځې په مناسبت د دغو مراسمو يوه برخه د مسوولينو ويناوو ته ځانګړې شوې وه او په نورې يې د افغان هوايي ځواک د الوتکو مانورې، د ګډو امنيتي ځواکونو رسم ګذشت، د مډالونو ورکړې ته ځانګړې شوې وې او په اخر کې د سرتېرو او خلکو له خوا ګډ انټن هم ترسره شو.

د مراسمو ښکلا به هغه وخت لا يو پر دوه شوه چې د افغان هوايي ځواک الوتکو به د هوا له لارې پر ناستو خلکو د سرتېري ورځې په مناسبت جوړ شوي پُسټ کارټونه را وشیندل.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وويل، د افغان سرتېرو او خلکو په ګډې قربانۍ سره دغه ولايت د وسله والو له جدي ګواښونو ژغورل شوی او پاتې سيمې به هم د سرتېرو په قربانۍ له وسله والو پاکې شي.

هغه زياته کړه، دا د سرتېرو حق دی چې د قربانيو ستاينه يې وشي او د هغو ميندو قدرداني يې هم وکړه چې په خبره يې خپل اولادونه د هېواد د دفاع په خاطر د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته لېږي.

په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستيال بريد جنرال محمدعلي شجاعي ډاډ ورکړ چې افغان سرتېري سر ورکوي خو سنګر نه ورکوي او د خپلو وينو په بدله کې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.

د ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، د افغان خاورې او ملت دښمن د ولس او امنيتي ځواکونو تر منځ د فاصلې رامنځته کولو په خاطر ډول ډول دسيسې جوړې کړې؛ خو نن ثابته شوه چې لا هم ولس د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ دی.

په ورته وخت کې د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو جګړه د وسله والو خلاف برحقه جګړه ده او د هېواد ټول علماء يې تر شا ولاړ دي.

دغه راز په کندهار ولايت کې هم نن د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه چې په کې سرتېرو، چارواکو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.

په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال امام نظر بهبود وويل چې افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او شهامت د خپل هېواد او خلګو ساتنه او دفاع کوي.

هغه زياته کړه، افغان ځواکونه به هېڅکله د هېواد او خلګو دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چي زموږ بېګناه هېوادوال وځوروي او خوږ ژوند يې نا ارام کړي.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا وويل چې افغان ځواکونه په خورا مېړانه او شهامت سره له خپل هېواد او خلګو دفاع او ساتنه کوي او وسله وال مخالفين يې سخت ځپلي دي.

د يو بل خبر له مخې، په کندوز ولايت کې هم دا ورځ په شاندارو مراسمو کې ونمانځل شوه.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل: ((د امنیت ساتنې د ډګر ټول مسوولین او منسوبین د ستاینې وړ دي، موږ يې د قربانیو درناوی او تقدیر کوو.))

نعيمي زياته کړه، ملي ځواکونه چې په دې لار کې قرباني کېږي، تاریخ به يې زړورتیا او شهامت په زرینو کرښو یاده کړي.

دغه راز په لغمان ولايت کې هم دا ورځ ونمانځل شوه، والي محمد اصف ننګ وويل، هغه کسان چې له خپلو ملي نوامیسو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي، هغوی په رښتینې توګه د ستر جهاد سرلاري دي.

د لغمان ولايتي شورا رييس محمد رفېع مموزي او د عالمانو شورا رييس مولوي عبیدالله الکوزي په خپلو خبرو کې دا ورځ د هغو سرتېرو او قهرمانانو د مېړانو او اتلولیو د درناوي ورځ یاده کړه، د چا د همت او سرښندنو له برکته چې نن د هېواد په ګوټ ګوټ کې ولسونه د ارامۍ او سکون ساه اخلي.

دغه راز دا ورځ په کونړ کې هم د پرتمينو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. والي وحیدالله کلیمزي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، تاسې اتلان او سرښندونکي یاست، ولس مو ملاتړ کوي او درباندې ویاړي.

نورو وينا والو د دغه ولايت د اوسېدونکو هغه هېوادنۍ مینه وستایله چې خپل اولادونه یې له هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې شامل کړي دي .

دغه راز دا ورځ په تخار، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر هرات، زابل او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم ونمامنځل شوه.

په دې مراسمو کې د ملي ځواکونو ستاينه وشوه او ورته په غاړو کې ګلان واچول شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه