ژبه

د کندوز خلک د شپې له مخې د مخابراتي شبکو خدمتونو له بندېدو شکایت کوي

کندوز (پژواک، ١٢ کب ٩٦): د کندوز اوسېدونکي وايي چې هره ورځ په دغه ولايت کې له درېيو بجو وروسته مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه بندوي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي سيد نثار جلال د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ په دغه ولايت کې له درېيو بجو وروسته د مخابراتي شبکو فعاليت د سهار تر شپږو بجو پورې بند وي.

هغه وايي: «که څه هم د مخابراتي شبکو د بندېدو لامل، امنيتي ستونزې ښودل شوې خو موږ له چارواکو غواړو چې دغه ستونزه نوره هواره کړي.«

دغه راز په کندوز کې يوه رسنيز فعال حشمت الله پژواک ته وويل چې د مخابراتي ستونزو له امله ډېرى رسنۍ په دغه ولايت کې ژوندۍ خپرونې نه لري.

ده وويل: ()له ژوندۍ خپرونو سره بايد خلک ټيلېفوني اړيکې ونيسي، خو دا چې شبکې کار ونه کړي، نو څنګه به خلک اړيکې ونيسي.) (

د هغه په وينا کله چې په درېيو بجو مخابراتي شبکې بندې شي نو داسې احساس کېږي چې دولتي حاکميت هم د سهار تر شپږو بجو پورو نشته دى.

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې د دغه ولايت نوى والي بايد د مخابراتي ستونزو د حل لپاره هر څه ژر اقدام وکړي.

هغه وايي: «د مخابراتي شبکو د فعاليت له ټکني کېدو سره تجارتي راکړې ورکړې هم کمې شوې دي. «

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.

بل لور ته په کندوز کې د مخابراتي شبکو مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو بيا د مخابراتو وزارت د اترا ادارې مسوولين وايي چې له مخابراتي شبکو سره د شوي تړون له مخې دوى پر مخابراتي کمپنيو فشار نه شي راوستلی چې د امنيتي ګواښ په صورت کې به هم فعاليت کوي.

بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه د کندوز والي عبدالجبار نعيمي  پژواک ته وويل چې په دې اړه يې د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره خبرې کړې دي.

login or register a new account.