منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ښځو لپاره د ځانګړي سوداګريز مارکېټ جوړېدو کار پيل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۶): په ننګرهار ولايت کې د هندوستان په مرسته د ښځينه سوداګرو لپاره د ځانګړي سوداګريز مارکېټ جوړېدو کار پيل شو.

د ولايت مقام د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې اوسمهال شاوخوا ۸۵۰۰ ښځې د سوداګرۍ، باغدارۍ، دندو، لاسي صنايعو او نورو برخو کې پر کار مصروفې دي؛ خو د ځانګړي مارکېټ نه درلودو له امله ستونزو سره مخ دي.

د ښځينه سوداګرو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو مراسمو کې چې د کب په ۱۶مه د جلال اباد ښار اړوند د بهسودو د بي بي سايرې د ښځو په بڼ کې  جوړ شوي وو، د ننګرهار والي او يو شمېر نورو دولتي مسوولينو ګډون کړی و.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د ښځينه سوداګرو لپاره دغه ځانګړی مارکېټ به د جوړېدو پر مهال ښځينه سوداګرو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زياته کړه، دغه مارکېټ په داسې ځای کې ودانېږي چې هم ورته ښځې د سودا لپاره اسانه ورتللی شي او هم په کې ښځينه سوداګرې په ډاډه زړه خپلې سوداګريزې چارې مخې ته وړلی شي.

د ننګرهار د ښارجوړونې رييس عبدالقهار حيدري وويل چې مارکېټ د هندوستان هېواد د پنځه اعشاريه شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې رغول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ښځينه سوداګرو دغه مارکېټ په دوو پوړونو کې رغول کېږي او ۲۶ دوکانونه به په کې د ښځينه سوداګرو د کاروبار لپاره جوړ شي.

هغه ډاډ ورکړ چې د ښار جوړونې رياست به د دغه مارکېټ د جوړېدو څاري او شفافيت او د کار ښه والي ته به يې ځانګړې پاملرنه کوي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړې حبيبه کاکړ چې دغو مراسمو ته راغلې وه، دا يې د دغه ولايت د ښځينه سوداګرو لپاره د پرمختګ يو لوی ګام ياد کړ.

هغې وويل، د ننګرهار ښځو د کار وړتيا لرله خو د مارکېټ اړتيا يې پر وړاندې خنډ و چې په جوړېدو سره به يې د ښځو ژوند کې مثبت تغييرات رامنځته کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني وويل، اوسمهال ننګرهار کې ۸۵۰۰ ښځې پر دندو او کارونو مصروفې دي چې د دغه مارکېټ په جوړېدو يې د لا ډېروالي اټکل کېدلی شي.

د نوموړې په وينا، د ننګرهار مېرمنې اوسمهال پر دولتي او خصوصي دندو سربېره د سوداګرۍ، باغدارۍ، لاسي صنايعو او يو شمېر نورو دندو کې په کار مصروفې دي.

شريفه احمدزۍ چې د قالين اوبدلو يوه کارخونه لري او ګڼې ښځې ورسره په کار مصروفې دي، وايي دا مارکېټ به يې د توليداتو لپاره ښه بازار شي.

د يادولو ده، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ننګرهار کې د ښځينه سوداګرو ځانګړې خونه هم پرانيستل شوه او د دغه ولايت د ښځينه سوداګرو د وضعيت ښه والي لپاره يې د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه