ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست غلام خان بندر پرانیستل شو

د خوست غلام خان بندر پرانیستل شو

author avatar
10 Mar 2018 - 16:46
د خوست غلام خان بندر پرانیستل شو
author avatar
10 Mar 2018 - 16:46

خوست ښار (پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د خوست ولايت د غلام خان بندر چې د پاکستان ستر سوداګريز بندر کراچۍ ښار ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره له نورو لارو نږدې دی، نن د ډيپلوماتیکو هلو ځلو په پايله کې پرانيستل شو.

تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې د غلام خان بندر يې پرانيستی او په سوداګريزو مالونو بار يو شمېر لارۍ موټر له دې لارې خوست ته واوښتل.

د خوست د والي مرستيال شېربادشاه اورګوني له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياد خبر رد کړی و خو والي حکم خان حبيبي لږ مخکې پژواک اژانس ته د يادې لارې پرانيستل تاييد کړل.

د خوست والي ومنله چې د غلام خان بندر د ډیپلوماتيکو هڅو په پايله کې نن له غرمې وروسته د سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه او په سوداګريزو مالونو بار يو شمېر لارۍ موټر خوست ته را ورسېدل.

نوموړي زياته کړه: ((د دې لارې د پرانيستلو په اړه کابل او اسلام اباد خبرې کړې او نن پرانيستل شوه. په پايله کې به يې سوداګري پراختيا ومومي او سوداګرو ته به اسانتيا رامنځته شي.))

د غلام خان بندر شاوخوا درې کاله مخکې چې کله پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پر ضد عمليات پيل کړل، د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل چې د ياد بندر له تړل کېدو مخکې د خوست، پکتيا، لوګر، پکتيکا، غزني او ځينو نورو ولايتونو ته سوداګريز مالونه له همدې لارې واردېدل.

نوموړي وويل، که د دې لارې د عملي ترانزېټ چارې سرته ورسېږي، د سوداګرو لپاره به اسانتيا ورسره رامنځته شي؛ ځکه دا لار د نورو ترانزيټي لارو په پرتله د پاکستان ستر سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره نږده ده.

نوموړي وويل: ((موږ له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوو چې سوداګري دې پر سياست نه ورګډوي. پاکستان تل په سوداګرۍ کې سياست کړی دی. که دا لار پرانيستل شي، د کرښې دواړو غاړو سوداګرو ته به اسانتيا رامنځته شي.))

حاجي جمال تڼي وويل چې اوسمهال خوست او شاوخوا ولايتونو ته سوداګريز مالونه د تورخم، د پکتيا د ډنډپټان او د سپين بولدک له لارو واردوي، خو زياته يې کړه چې پر پاکستاني توليداتو تکيه مخ پر کمېدو ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.