منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصادغړي

د خوست چارواکي: د غلام خان بندر لاره نه ده پر انېستل شوې

· 3 دقیقې لوستل · 137 کتنې

خوست ښار( پژواک، ۱۹ کب ۹۶): د خوست دولتي چارواکي هغه خبرونه ردوي چې ګنې د غلام خان بندر لاره پرانېستل شوې او په سوداګريزو مالونو بار لارۍ را اوښتې دي.

تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی و چې د غلام خان بندر يې پرانېستی او په سوداګريزو مالونو بار يو شمېر لارۍ له دې لارې خوست ته اوښتې دي.

د خوست د والي مرستيال شېرباد شاه اورګوني د کب په ١٩مه، پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه هېڅ موټر د غلام خان بندر له لارې نه دی راتېر شوی او نه هم ورته په دې اړه له کابل نه کوم معلومات ورکړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه : ((دا بندر په يو اړخيز ډول تړل شوی و او دوی يې له پرانېستلو سره څه ستونزه نه لري، خو په دې اړه به د کابل لارښوونې ته انتظار باسي.))

د غلام خان بندر شاوخوا درې کاله مخکې چې کله پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد عمليات پيل کړل، د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شو.

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل، د ياد بندر له تړل کېدو مخکې خوست، پکتيا، لوګر، پکتيکا، غزني او ځينو نورو ولايتونو ته سوداګريز مالونه له همدې لارې واردېدل.

نوموړي وويل، که دا لار پرانېستل شي او د عملي ترانزېټ چارې يې هم سرته ورسېږي، د سوداګرو لپاره څه ناڅه اسانتيا ورسره رامنځته کېدای شي، ځکه دا لار د نورو ترانزېټي لارو په پرتله د پاکستان ستر سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا ۴۵۰ کيلومتره نږدې ده.

نوموړي وويل: ((موږ له افغان او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوو چې سوداګري دې په سياست نه ورګډوي. پاکستان تل په سوداګرۍ کې سياست کړی. که دا لار پرانېستل شي د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو سوداګرو ته به اسانتيا رامنځته شي.))

حاجي جمال تڼي وويل،اوسمهال خوست او شاوخوا ولايتونو ته سوداګريز مالونه د تورخم، د پکتياد ډنډپټان او د سپين بولدک له لارو وارديږي، خو زياته يې کړه چې پر پاکستانيو توليداتو تکيه مخ پر کمېدو ده.

د غلام خان لارې د ترانزېټ حکم پخواني جمهور رييس حامد کرزي په ۱۳۸۱ هجري لمريز کال کې ورکړی و، خو د ناڅرګندو دلايلو له امله يې تر اوسه ترانزېټي بڼه نه ده خپله کړې.

همدارنګه په غلام خان بندر کې د امريکا د پوځ له لوري د شاوخوا څلورو ميليونو ډالرو په لګښت د ګمرک او کميسارۍ تاسيسات هم جوړ شوي، خو پرته له ګټې اخيستنې تشې ودانۍ ولاړې دي.

د خوست د ولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل، د جمهوري رياست لپاره د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال د ملي يووالي حکومت دواړو مشرانو واک ته د رسېدو په صورت کې ددې ستونزې حل خپل لومړيتوب بللی و، خو دواړه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

هغه وويل:((په دې برخه کې پر مرکزي ادارې په ځانګړي ډول پر ولسمشر غږ کوو چې زموږ دغه غوښتنه چې د کمپاين په وخت کې يې په لومړيتوب کې بللې وه، پرځای کړي او د خوست د خلکو دا ارمان پوره کړي.))

د خوست د ځمکني ترانسپورت امر کريم بادشاه پژواک اژانس ته وويل، سره له دې چې غلام خان رسمي ترانزېټ نه دی، خو تر تړل کېدو وړاندې دغه امريت له دې لارې د کال شاوخوا ۳۰ ميليونه افغانۍ او د ګمرک رياست نږدې ۹۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کول.

نوموړي زياته کړه: ((که دا لار رسمي ترانزيټي بڼه خپله کړي، بيا به سلګونه ميليونه عوايد دولت تر لاسه کړي. هم به يې د فرار مخه ونيول شي او هم به سوداګر په اسانۍ سره مالونه وارد کړي.))

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، پرون څو موټر  را اوښتي وو چې دوى بېرته ستانه کړي دي.

د يادونې ده چې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې پاکستاني چارواکو او سوداګرو هم په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې د يادې شوې لارې پراهميت خبرې کړې وې او د دې لارې ترانزېټ يې د خپلې سوداګرۍ د پراختيا لپاره خورا مهم بللی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد
سوداګري او اقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د «ایکو» غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال او ترانزیټ پر پراختیا خبرې کړې

سوداګري او اقتصاد

سويډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز پلاوی په یوه نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی

سوداګري او اقتصاد

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

سوداګري او اقتصاد

د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

سوداګري او اقتصاد

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

سوداګري او اقتصاد

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

سوداګري او اقتصاد

هرات کې ښځینه پلورونکې؛ له کورني محدودیتونو په بازار کې تر کاره