منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژه د روان کال تر پایه پيلېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ کب ۹۶): چارواکي وايي چې د کندهار د دهلې بند د دېوالونو لوړولو پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او د روان کال تر پایه به یې عملي چارې پيل شي.

دغه څرګندونې د کندهار د والي زلمي ویسا او اړوند شرکت (FCG) د مشرې انا تر منځ د لیدنې پر مهال وشوې.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد شرکت مشرې خبر ورکړ چې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې لومړنۍ مطالعه یې بشپړه کړې او د روان کال تر پایه د سروې له بشپړېدو وروسته یې عملي چارې پیل کېږي.

د کندهار والي زلمي ویسا له اړوند شرکت څخه وغوښتل چې د سروې چارې چټکې کړي او د دهلې بند د لوړولو عملي چارې ژر پيل کړي.

هغه دا د کندهار د خلکو لپاره یوه مهمه پروژه یاده کړه چې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه ورسره هوارېږي، د څښاک لپاره د پاکو اوبو د تصفیه خونو جوړولو او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید اسانتیا ورسره رامنځته کېږي.

په کندهار کې د ارغنداب دريايي حوزې رييس انجنیر شېر محمد عطايي پژواک اژانس ته وویل، د دهلې بند په پروژه کې د ۸ مترو په اندازه د بند د دېوالونو لوړول شامل دي.

هغه زیاتوي، د دهلې بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي، چې دغې ستونزې په دې ولايت کې کرنه اغېزمنه کړې ده.

عطايي زياته کړه، دغه بند د کندهارد اوو ولسواليو (شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان) کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، په تېرو کلونو کې په وار وار ولایتي ادارې او خلکو په همدې سيمه کې د يوه نوي بند د جوړولو او يا د همدې بند د دېوالونو د جګولو وړانديزونه کړي دي.

د ده په خبره، دا چې په دې ساحه کې د نوي بند جوړولو ډېر لګښت درلود، د همدغه بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

عطايي زياتوي، په همدغه بنسټ د دهلې بند د ترميم چارې په دوو پړاوونو کې ومنل شوې چې يوه برخه يې تخنيکي او بله يې د دېوالونو د لوړولو وه.

ده وويل، درې کاله مخکې د همدغه بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينري د نوې کولو او جوړولو چارې شاملې وې، د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت څه موده مخکې بشپړې شوې.

خو دى وايي، ټاکل شوې وه په دويم پړاو کې د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي او له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، پر دې ټولې پروژې ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راته چې ٣٨ ميليونه ډالر د ماليې وزارت او پاتې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېدل.

د دې پروژې لومړني کارونه باید د ماليې وزارت په ٣٨ ميليونه ډالر پيل شوي وای، خو دا چې هغوى کار پيل نه کړ او دغه اندازه پيسې يې چمتو نه کړاى شوې، نو د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې دغه پروژه وځنډوله.

د کندهار د دريايي حوزې رییس له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې د اوبو د کمښت د هواري او کرنې د ودې په موخه دې د دغې مهمې پروژې کارونه داسې پیل کړي چې بیا و نه ځنډېږي.

بلخوا د کندهار اوسېدونکو، قومي مشرانو، کروندګر او باغ لرونکو په وار وار د دهلې بند د جوړولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې کندهار يو زراعتي ولايت دى او د دغه بند ترميم به د دې ولايت پر کرنه مثبت اغېز ولري.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه باغ لرونکي حاجي ظاهر جان پژواک ته وویل، پخوا به کروندګرو او باغ لرونکو ټول کال اوبه لرلې خو اوس چې د دهلې بند له رسوباتو ډک شوی ان پنځه میاشتې هم په پر له پسې توګه اوبه نه لري.

دی وايي، د همدې ستونزې له امله د اوو ولسوالیو کروندګر او باغ لرونکي د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو پروژه ژر پیل کړي او ځنډ ته یې پرېنږدي.

د ده په خبره، د دهلې بند په ترمیم سره به د باغ لرونکو او کروندګرو حاصلات زيات شي او په پايله کې به يې صنعتي زراعت ته لاره هواره شي.

د دهلې بند ٦٥ کاله وړاندې د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند د امریکا د متحده ایالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه