منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له بهسودو ولسوالۍ تېرېدونکي د ٤٠ متره سړک چارې ټکنۍ دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ کب ۹۶): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې د ٤٠ متره سړک چارې ټکنۍ روانې دي، خو مسوولين وايي چې د سړک د ډيزاين چارې بشپړې شوې او اوس يې د عملي کار د پيل لپاره اسناد د تدارکاتو ملي کمېسيون ته رسېدلي دي.

د ۱۷ کيلومترو په اوږدوالي جوړېدونکی دغه څلوېښت متره سړک د جلال اباد ښار اړوند د بهسودو له پله څخه پيل او د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ له عبدالخېلو سيمې سره نښلول کېږي.

د دغه سړک عملي سروې کال وړاندې (۱۳۹۵ کال، د کب ۲۸مه) پيل شوه او ټاکل شوې وه چې نږدې راتلونکي کې يې عملي کار د اووه ميليونه ډالرو په لګښت پيل شي؛ خو لا هم دغه کار نه دی پيل شوی.

د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په جوړېدو به د ښار اتمه ناحيه چې نوې تاسيس شوې، ښکلا پيدا کړي او هم به يې اوسنۍ د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره راکمه شي.

په اوسني سړک د ننګرهار د پنځو ولسواليو پر اوسېدونکو سربېره د کونړ او نورستان ولايتونو خلک هم تګ راتګ کوي چې د بهسودو پله تر څنګ د موټرو د ګڼوالي له امله په ساعتونو ساعتونو بنده وي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ظابط خان منګل پژواک ته وويل، دغه سړک د بهسودو له پول څخه تر قاسم اباد ښارګوټي او بيا ها خوا د ښېوې ولسوالۍ تر عبدالخېلو تنګي پورې غځېږي.

نوموړي زياته کړه، د دغه سړک چارې په څلورو مرحلو کې بشپړېږي؛ لومړۍ مرحله يې د سروې، دويمه يې د ډيزاين، درېيمه يې د تدارکاتو او شرکت ته سپارل او څلورمه يې د عملي چارو پيل دی.

په همدې حال کې د ننګرهار د ښار جوړونې رييس عبدالقهار حيدري پژواک ته وويل، د سړک جوړېدو دوه مرحلې چې سروې او ډيزاين دي، ترسره شوي او اوس يې چارې د تدارکاتو ملي کمېسيون ته لېږل شوې دي.

هغه ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې له ياد کمېسيونه د بوديجې تر منظورېدو وروسته ګټونکي شرکت ته چارې سپارل کېږي او بيا به يې وروستۍ مرحله چې عملي کار دی، پيل شي.

د ښار جوړونې رييس وايي، که ياد سړک ورغول شي، نو د ښار د پراختيا، ښکلا او ګڼې ګوڼې د کموالي سبب ګرځي.

هغه زياته کړه چې دغه سړک نه يواځې د ننګرهار د خلکو اړتيا ده، بلکې د کونړ او نورستان د خلکو ستونزې هم هوارولى شي.

په ورته وخت کې د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنير حکيم الدين عمرخېل وايي، د خپلو امکاناتو پر بنسټ يې په قاسم اباد ښارګوټي کې د حشر په  توګه د دغه سړک د هوارولو او ساحې معلومولو کارونه مخې ته وړي او جغل او قير اچولو ته يې چمتو کړى دى.

خو دى زياتوي، د بهسودو له پله څخه تر قاسم اباد ښارګوټي يې چارې ځکه مخې ته نه شي تللی چې تر اوسه په دغو ساحو کې کورونه او د خلکو ځمکې دي او تر هغه وخته چې د نورو ځايونو قير خلاص نه شي، نو خلک دلته د کار اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه، که څه هم د ياد سړک ډېره برخه د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند ده؛ خو بيا هم د سړک ټول لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي او د سيمې خلک د ياد سړک د ځنډ لامل د ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه د اړوندو ادارو ناغېړي بولي او وايي، که يې ورپسې هلې ځلې چټکې کړې وای؛ نو اوس به يې کارونه هم په خلاصېدو وو.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل، د ولايتي ادارې د بې غورۍ له امله د ننګرهار ګڼې پروژې نيمګړې او ډېرې يې بېخي په ټپه ولاړې دي.

د نوموړي په وينا، دا يواځېنۍ پروژه نه ده چې کار يې ناتمام پاتې دی، بلکې د جلال اباد- تورخم او کابل- جلال اباد دويم لين سړکونه، د بهسودو پول او ځينې نورې غټې او وړې پروژې شته چې کارونه يې له کلونو راهيسې نيمګړي دي.

د بهسودو د جانان خان کلي د انکشافي شورا رييس ملک دين محمد وويل چې دغه سړک د دې سيمې د ابادۍ لپاره ډېر ګټور دی او دوی يې د رغېدو لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

خو هغه وويل، سره له دې چې دوی له خپلو مېنو او ځمکو هم دغه سړک ته تېريږي، مګر د ولايتي ادارې بې غورۍ له امله يو کال کېږي چې سړک باندې عملي کار پيل نه شو.

د يادولو ده، اوس هم د ښار له اتمې ناحيې تر قاسم اباد او ها خوا دوه نور سړکونه تللي؛ خو د موټرو د ډېروالي او د سړک د تنګوالي له امله لار ډېر کله بنده وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه