پلخمري (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې یې د برېښناکوټ چارو له بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو څلور میاشتې تېریږي، خو تر اوسه دوى ته برېښنا نه ده ورکړل شوې.
دغه خلک زیاتوي چې د برېښناکوټ ټولې چارې بشپړې او سلګونه کورونو ته د برېښنا مزي او مېترونه هم ایښودل شوي، خو بيا هم دوى برېښنا نه لري.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ۱۲ سړک اوسېدونکي اسلام الدین څرګند د کب په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ۲۰۰۰ کورونو ته د برېښنا مزي او ترانسفرمرونه لګول شوي، خو د برېښنا مامورين ناغېړي کوي.
ده وویل که په نږدې څو ورځو کې برېښنا ور نه کړل شي مجبور دي چې لاریون وکړي.
دغه راز د دې ولسوالۍ د لسم سړک یوه اوسېدونکي عبدالوحید ولي خېل هم پژواک ته وویل، څلور میاشتې کېږي چې کلي ته یې د برېښنا مزي راغلي او کور په کور غځېدلي هم دي خو برېښنا لا نه ده را خوشې شوې.
دی هم د برېښنا شرکت پر ادارې نیوکه کوي او وايي چې د برېښنا ټولې تخنیکي چارې بشپړې شوې خو د نامعلوم علت له مخې برېښنا نه ده خوشي شوې.
ولي خېل وویل، د ګرمۍ موسم په پیل کې د برېښنا اړتیاوې ډېرېږي او د خلکو صبر هم پوره شوی دى.
ده ګواښ وکړ که اړوند مسوولین د برېښنا ژر خوشي کولو هوډ ونه کړي، سلګونه قومي مشران به یې پر وړاندې په لاریون لاس پورې کړي .
همدارنګه د ټغرو کلي اوسېدونکي سخي ګل ټغر هم پژواک ته وویل چې د کلي قومي مشرانو یې په ډېر زیار سیمې ته د برېښنا مزو غځولو امر واخیست او کار یې پیل کړ.
هغه زياته کړه: ((خلک په ډېره لېوالتیا لري او په تمه دي چې نن سبا برېښنا راځي خو دا دی څلور میاشتې وشوې چې برېښنا نه ده را خوشي شوې.))
خو بل لور ته د بغلان د غوري برېښنا شرکت عملیاتي څانګې مسوول انجنیر عبدالاول پژواک ته وویل چې د مرکزي بغلان ولسوال ورته مکتوب استولی چې برېښنا خوشي نه کړي.
هغه وايي: ((ولسوال د برېښنا کوټ په بشپړو شوو چارو کې څه نظر لري ځکه یې موږ ته امر کړی چې له قراردادي شرکت څخه د ترسره کړي کار تسلیمي مه اخلئ.))
ده وویل د قرارداد له مخې شوی ټول کار بشپړ دی او برېښناکوټ هم د برېښنا لېږد ته چمتو دی.
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلوم یار پژواک ته وویل چې د شوې ژمنې له مخې باید د مرکزي بغلان ټولو کلیو ته د برېښنا مزي غځېدلي وای خو یو شمېر کلیو ته مزي نه دي غځېدلي.
هغه وايي: ((يو ځل ټولو ته د برېښنا مزي ورسول شي، بيا به د بريښنا د خوشي کولو امر وکړو.))
د يادونې ده، دغه برېښناکوټ د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ په سل جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې د ۱۶ مېګاواټه برېښنا د ورکړې توان لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










