منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار ښار کې پر ۱۲ سوه هکتاره ځمکه زرغون کمربند جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): کندهار ښاروالي پر یوه داسې پروګرام کار کوي چې له مخې یې د کندهار ښار سوېل ته پر ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه زرغون کمربند جوړېږي.

دغه کمربند په هغې سیمه کې جوړېږي چېرې چې د رېګ پراخه سیمه پرته ده.

په دې اړه کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه زرغون کمربند به د چاپېریال په زرغونولو او د هوا په ښه والي کې مهم رول ولري.

هغه زیاته کړه، له دې سره به ښار ته د بادونو پر مهال د ګرمې هوا او رېګ د راتګ مخنیوی وشي، د اوبو جذب ته به زمینه برابره شي، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی به وشي او اورښت به ورسره ډېر شي.

دی وايي، پر دې پروژه جدي کار کېږي څو له چاپېريالي پلوه د کندهار ښار راتلونکي ته متوجه ګواښونه کم شي.

نوموړي دغه راز وویل چې د پاک او زرغون ښار پروګرام له لارې د ښار شمال لوري ته د لویې ويالې دواړو غاړو ته زرګونه نيالګي ايښودل شوي او د کندهار پوهنتون تر څنګ د غازي امان الله خان په نوم د یوه ملي پارک جوړولو کار روان دی چې د چاپېريال په سمون کې لوی رول لري.

ښاروال د کندهار ښار ختیځ او لوېدیځ لوري ته د سرسبزۍ د پلان په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د کدهار ښار له دوراهي تر هوايي ډګر پورې به د ۱۶ کیلومتره په واټن د سړک ګلدانونه په عصري بڼه سرسبزه کړل شي.

د ده په خبره، د ښار لوېديځ لوري ته له ډنډ څلورلارې تر ميرويس مېنې د ۶، ۷ او ۸ ناحيو په ساحو کې۱۱۰۰۰ نيالګي ږدي چې په قطره یی ډول به اوبه ورکول کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې په تېرو دوو- درېیو کلونو کې په کندهار ښار کې۸۰ زره نيالګي ايښودل شوي، چې یوازې ۴۰ سلنه یې روزل شوي او زرغونه ساتل شوي دي.

دی وايي، د نيالګيو د وچېدو او ضايع کېدو لامل په سوداګریزو سیمو کې د خلکو نه پاملرنه ده.

خو ده ټینګار وکړ چې د نوې شنې ساحې د رامنځته کولو تر څنګ د پخوانۍ شنې ساحې ساتنه تر ټولو مهم کار دی او په شنو ساحو کې د استوګنې د ودانيو جوړول د منلو نه دي.

ښاروال له خلکو وغوښتل چې زراعتي او زرغونې سیمې دې د استوګنې پر سیمو نه بدلوي او په دې کار سره دې د کندهار ښاریانو ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وايي، کندهار وچ او دښتي اقلیم لري او بشپړ کال په کې د ورښت کچه ۱۶۰ ملي متره ده چې دا ډېره کمه اندازه ده او د دغه ولایت د کرنې او تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د چارج کولو لپاره په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

هغه زیاته کړه، دغسې اقدامات چاپېریال ښکلی کوي او د اورښتونو کچه لوړوي.

کندهار ښاریان د ښاروالۍ د دغه نوي اقدام هرکلی کوي، خو غوښتنه کوي چې د نیالګیو له اېښودلو وروسته دې د هغوی ساتنې ته ډېره پاملرنه وشي.

د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي نذیر احمد پژواک اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې په زرګونو نیالګي اېښودل شوي خو اوس یې نیمایي هم پاتې نه دي.

دی زیاتوي، دا سمه ده چې د نیالګیو په ساتلو کې د خلکو ونډه هم ډېره مهمه ده خو په ټوله کې دا د ښاروالۍ دنده ده چې د نیالګیو د اوبو او ساتلو تر څنګ د زرغونو ساحو ډېروالي ته پاملرنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه