ګردېز(پژواک،٢٩کب٩٦): په ګردېز کې د برېښنا سب سټېشن د چارو له بشپړېدو او ازمايښتي پړاو وروسته دا ښار په دايمي ډول په وارداتي برېښنا روښانه شو.
د برېښنا رياست مسوولين وايي چې د ګردېز د برېښنا سب سټېشن د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره وصل او د برق جريان پيل شو.
د پکتيا د برېښنا رييس محمداصف نيازي د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده برېښنا ټولو هغو کورونو او دفترونو ته ورکړل شوې، چې تر دې وړاندې يې له ډيزلي برېښنا څخه ګټه پورته کوله.
نيازی وايي: ((زموږ تقريبا ۲۴۰۰ مشتريان دي، له ننه د برېښنا جريان پيل شوی او دې ټولو ته برېښناورکړل شوې او که کوم تخنيکي مشکل ونه لري، نه قطع کيږي.))
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چې په راتلونکو ورځو کې به د لوړو پوړو چارواکو په ګډون د سب سټېشن او برېښنا رسمي پرانيسته وشي.
حسرت وويل: ((موږ يوازې په دې اکتفا نه کوو، دا برېښنا راورسېده، خو د دې تر څنګ د خپلې برېښنا په توليد او د مچلغو او نرۍ خولې په بند هم کار پيليږي.))
خلک د برېښنا راتلو ته زيات خوښ دي او برق د پرمختګ، عصري ژوند او اسانتياوو لپاره اساسي پديده بولي.
د ګردېز اړوند د دولتزيو سيمې اوسېدونکې عاليه پژواک ته وويل چې د برېښنا د خبر په اورېدو ډېره خوشاله او هيله منه شوې چې ښار او شاوخوا سيمې به ور سره په اقتصادي او نورو برخو کې پرمختګ وکړي.
عاليه وايي: ((تقريبا هر څه له برق سره تړلي او ژوند ډېر ور سره اسوده کيږي، پرمختګ کيږي؛ ابادي رامنځته کيږي او اقتصادي وده ور سره کيږي. زه ډېره خوشحاله يم؛ ځکه تر دې وروسته کولی شو د کاليو مينځلو له ماشين، اوتو او نورو برقي شيانو څخه استفاده وکړو.))
په ګردېز ښار کې د برېښنايي توکو هټيوال صديق الله صديقي وايي چې له برېښنا سره نه يوازې د دوی، بلکې د ډېرو نورو خلکو کار و بار غوړيږي او وده کوي.
صديقي وويل: ((دنيا په برېښنا اباده ده، دلته به انشاالله ډېر پېشرفتونه وشي، برق د پرمختګ اساس دی.))
د هارون په نوم يو تن سوداګر بيا هيله من دی چې د برېښنا له رارسېدو سره به صنعتي پارک هم پرانيستل شي او عملا به په کې توليدي فابريکې کار پيل کړي.
login or register a new account.