کابل (پژواک،۵وری۹۷): د اوبو او برېښنا وزير وايي، د هېواد د اوبو د سم مديريت لپاره د بندونو جوړولو د لوړې وړتيا دوو دولتي شرکتونو او د اوبو د قانون د تعديل مسودې پنځه کلن پلان کار د بشپړېدو په حال کې دی.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني، نن په کابل کې "طبيعت د اوبو لپاره" تر شعار لاندې د اوبو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل چې اقليمي بدلونونه، د ځمکې ګرمېدل، د اوبو په لګښت کې اسراف، د کورونو جوړولو لپاره د شنو سيمو له منځه وړل، د ځنګلونو پرې کول او نور... د دې لامل شوي چې په هېواد کې د تېر په پرتله تر ځمکې لاندې اوبو څخه هر کال ٢،٥ ميليون مکعب متره ډېرو اوبو څخه کار واخيستل شي.
هغه زياته کړه، که د هېواد اوبه په سمه توګه مديريت نه شي، افغانستان به د اوبو د کمښت په ځانګړې توګه په سترو ښارونو کې له جدي کړکېچ سره مخامخ شي.
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د اوبو د قانون پر تعديل کار پيل شوی، ځکه په شته قانون کې ډېرې ستونزې شته او اوسمهاله اړتياوو ته ځواب نه شي ويلای.
د هغه په وينا، ډېر ژر به په قانون کې بنسټيز بدلونونه راشي، په دې قانون کې به په ټولو برخو کې د هېواد د اوبو مديريت او ټول حقوقي اړخونه په پام کې ونيول شي.
هغه دغه راز زياته کړه چې د اوبو او برېښنا وزارت د پنځه کلن پلان مسوده هم جوړه کړې چې په راتلونکو دوو اونيو کې به يې نهايي او اعلان کړي.
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې اوسمهال د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د خلکو ترمنځ د اوبو پر سر وړې لانجې شته او دغه راز د اوبو پر سر په نړيواله کچه پټې ننګونې موجودې دي.
عثماني زياته کړه چې د جوړ شوي پنځه کلن پلان له مخې، د هرې برخې دندې او مسووليتونه په پام کې نيول شوي چې د هېواد د اوبو پر مديريت به اغېزه وکړي.
د ده په خبره، د سرحدي اوبو د تنظيم او کابو کولو لپاره پلانونه شته او د سترو او وړو بندونو جوړېدل په پام کې نيول شوي دي.
هغه وويل چې د اوبو او برېښنا وزارت د خصوصي سکتور له خوا د اوبو او بندونو او ياليو جوړېدو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، ځکه خصوصي ساختماني شرکتونو وړتياوې ټيټې دي او له همدې امله د بندونو جوړولو او بيارغولو په برخه کې د ځينو مهمو بنسټيزو پروژو کار درول شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې وزارت دې ستونزې ته په پام سره پرېکړه کړې چې د بندونو جوړولو او بيارغونې په برخه کې د لوړې وړتيا لروونکي دوه دولتي ساختماني شرکتونه جوړ کړي، چې د دغو شرکتونو د جوړېدو لومړني کارونه پيل شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزير وويل چې تېر کال د اوبو کچه ۱۳سلنه کمه شوې او هر کال د دغو اوبو ډېره برخه ګاونډيو هېوادونو ته ځي، خو د بندونو په جوړېدو سره به د اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.
د ولسمشر سلاکار حميد هلمندي په نننۍ ناسته کې وويل چې افغانستان د اقليمي بدلونونو او تر ځمکې لاندې او سطحي اوبو کمېدو له جدي ستونزې سره مخامخ دی.
هغه دغه راز وويل چې حکومت د اوبو په سم مديريت کې د اوبو او برېښنا وزارت له پروګرامونو څخه ننګه کوي او له خلکو څخه هم غواړي چې د اوبو د زيات لګښت مخه دې ونيسي.
په يادو شويو مراسمو کې د ښار جوړونې، کليو د پراختيا وزارتونو، اوبو رسونې رياست او د چاپېريال ساتنې ملي ادارې استازو هم ګډون درلود او ويې ويل چې د اوبو او برېښنا وزارت سره د هېواد د اوبو د سم مديريت په برخه کې همکاري کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










