منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دهلې بند د اوبو له کمېدو سره کرنه زيانمنه شوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کندهار (پژواک، ۶ وری ۹۷): د کندهار د دهلې بند چې د اوو ولسوالیو کروندې او باغونه خړوبوي، د اوبو کچه یې نیمايي راټیټه شوې او کرنه يې سخته زیانمنه کړې ده.

دغه بند چې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري، پخوا یې د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس چې یې ۴۰ سلنه رسوبات نیولي، د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

دغه بند نه یوازې له رسوباتو پاکولو ته اړتیا لري، بلکې دېوالونه یې هم باید لوړ شي چې ډېرې اوبه زېرمه کړي څو د کندهار کروندو او باغونو ته کافي اوبه ورسېږي.

چارواکي وايي، د دې ستونزې د حل په موخه یې هڅې پیل کړې چې په دې لړ کې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې لومړني مطالعات بشپړ شوي او د روان کال تر پایه به یې د سروې تر بشپړېدو وروسته عملي چارې هم پيل شي.

په کندهار کې د ارغنداب دريايي حوزې رييس انجنیر شېرمحمد عطايي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦٤ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى.

هغه زياته کړه، دغه بند د کندهار د اوو ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنيزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دى وايي، دغه بند پخوا د ٥٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لرله، خو د ٦٤ کلونو په تېرېدو يې ٤٠ سلنه رسوبات نيولي او د اوبو د زېرمه کولو کچه يې ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.

د ده په خبره، له همدې امله هر کال ٢٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبه ضايع کېږي او کروندګرو او باغ لرونکو ته په کافي اندازه اوبه نه رسېږي چې دې ستونزې په دغه ولايت کې کرنه سخته اغېزمنه کړې ده.

 

ده وویل، د تېرو کلونو په اوږدو کې خلکو په پر له پسې توګه د همدغه بند د دېوالونو د لوړولو وړانديزونه کړي.

عطايي زیاتوي، څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت پيل شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

ده يادونه وکړه چې ياد شوي ټول کارونه په ښه کيفيت تر سره شول او بند چمتو شوچې د دويم پړاو کارونه يې پيل شي.

دی وايي، هماغه مهال ټاکل شوې وه د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي او له اوسني بند سره په خوا کې شپږ نور مرستندويه بندونه جوړ شي، چې پر دغې ټولې پروژې ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راته.

د ده په خبره، په دې لړ کې پرېکړه شوې وه چې د دغه لګښت ٣٨ ميليونه ډالر د افغانستان د ماليې وزارت او پاتې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شي خو دا چې مالیې وزارت دغه اندازه پيسې چمتو نه کړاى شوې نو د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې دغه پروژه وځنډوله.

خو دی وايي، له ښه مرغه اوس اسيايي پرمختیايي بانک چې په افغانستان کې د برېښنا او کرنیز سکتور د پیاوړتيا لپاره کار کوي، د دغې پروژې د پیلولو هوډ کړی دی.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، دا د کندهار د خلکو لپاره ډېره مهمه پروژه ده چې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه ورسره هوارېږي، د څښاک لپاره د پاکو اوبو د تصفیه خونو جوړولو او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا د تولید اسانتیا ورسره رامنځته کېږي.

دی وايي، د دغه پروژې د پيلولو د اړوند شرکت له مسوولینو سره یې لیدلي او له هغوی یې غوښتي چې د سروې چارې چټکې کړي او د دهلې بند د لوړولو عملي چارې ژر پيل کړي.

په خپله د دغې نیوزیلنډي کمپنۍ FCG  مشره انا ایلیج چې له اسیايي بانک څخه یې د دغې پروژې قرارداد اخیستی، وايي، د دهلې پر بند په څلورو برخو کې کار کوي.

هغه زیاته کړه، د دغه بند د دېوالونو لوړولو تر څنګ د ډېر وخت لپاره د اوبو د زېرمه کولو، کندهار ښار ته د څښاک اوبو پر لېږد اوله دغه بنده د ۲۴ مېګاواټه برېښنا پر تولید ۴۷۰ میلیونه ډالر لګوي.

دی وايي، شاوخوا ۱۴ بهرني او افغان کارپوهان پر دې کار کوي چې د روان کال تر پایه د دغه بند د سروې او ډيزاین چارې مخ ته یوسي.

د ده په خبره، دغه ځل دغه پروژه له تېر سره توپیر لري، اسیايي بانک او افغان حکومت د دغه بند د حتمي جوړولو پرېکړه کړې ده.

بلخوا د کندهار کروندګر او باغ لرونکي وايي چې هر څه ژر دې د دې پروژې عملي چارې پیل شي او د تېر په څېر دې نه ځنډول کېږي.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوه کروندګر عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې نږدې ټوله کرنه او باغداري د دهلې په بند پورې تړلې ده، خو له بده مرغه چې په دې وروستيو کې په دغه بند کې اوبه کمې شوې دي.

هغه زياته کړه، له همدې امله د خلکو کروندو او باغونو ته کافي اوبه نه رسېږي چې هم یې کیفیت او هم یې حاصلاتو ته زیانونه اړولي دي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې له ژمنې سره سم دې د دې مهمې پروژې چارې پر وخت پيل کړي څو دغلته کرنه وده وکړي.

د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي باغ لرونکی فیض محمد وايي، د دغه ولایت د اوو ولسواليو کروندګر او باغ لرونکي په دهلې بند کې د اوبو کمښت اندېښمن کړي او په دې تمه دي چې حکومت به د دغه بند دېوالونه تر ٨ مترو لوړوي.

هغه وايي، که دغه کار پر وخت وشي نو د دغه ولايت خلک به بشپړ کال اوبه ولري چې ورسره به په دغه ولايت کې د کرنيزو محصولاتو د توليد کچه پورته ولاړه شي او په اقتصادي وضعيت کې به بدلون راشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه