ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حديد: د بلخ نوي چارواکي بايد امنيت او فساد ضد مبارزې ته لومړيتوب ورکړي

حديد: د بلخ نوي چارواکي بايد امنيت او فساد ضد مبارزې ته لومړيتوب ورکړي

author avatar
27 Mar 2018 - 11:38
حديد: د بلخ نوي چارواکي بايد امنيت او فساد ضد مبارزې ته لومړيتوب ورکړي
author avatar
27 Mar 2018 - 11:38

مزارشريف (پژواک، ۷ وری ۹۷): مدني فعالان وايي چې په بلخ ولايت کې له نوو بدلونونو سره خلک خوښ دي خو دا لا معلومه نه ده چې نوي چارواکي به هغه روڼتيا رامنځته کړي چې خلک يې تمه لري.

بلخوا د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت نوي دولتي او امنيتي چارواکي بايد په خپلو چارو کې د امنيت ټينګښت او له اداري فساد سره مبارزې ته لومړيتوب ورکړي.

له نږدې څلور مياشتني سياسي مخالفت او ناندريو وروسته عطامحمد نور د بلخ ولايت مقام څوکۍ په دې شرط پرېښوده چې د دغه ولايت نوی والي او امنيه قوماندان به د ده په خوښه ټاکل کېږي.

ارګ ورسره د دغه او د نوموړي د ځينو نورو غوښتنو پر منلو هو وکړه.

د نوي کال په دويمه ورځ محمد اسحق رهګذر د بلخ والي او محمد اکرم سامع د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه دندې پيل کړې.

د بلخ مدني فعالان وايي چې که څه هم نوو تشکيلاتي بدلونونو د سياسي مخالفتونو د له منځه تلو په پار د خلکو اندېښنې کمې کړې دي خو لا هم ستونزې شته دي.

په دغه ولايت کې د مدني ټولنو اتحاديې مشر استاد حميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا هم خلک په دولتي چارو کې د روڼتيا په تمه دي.

نوموړي زياته کړه چې د دولتي چارواکو د کړنو او د ولس د باور تر منځ لا هم واټن شته چې بايد نوي چارواکي يې د له منځه وړلو هڅه وکړي.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د خپلسرو وسله والو ګرځېدل او په وېره کې ژوند کول د مزارشريف ښار د خلکو عادت ګرځېدلی دی.

صفوت وويل چې د بلخ چارواکي لا هم په رڼه توګه ولس ته له حساب ورکولو ډډه کوي چې بايد رامخې ته شي.

نوموړي زياته کړه، لا هم باوري نه دی چې نوي چارواکي به دغه دندې په سمه توګه ترسره کړای شي او که نه.

بلخوا د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد هم نوو دولتي او امنيتي چارواکو ته سپارښتنې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.