منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل په واټونو او دولتي دارو کې کم مصرفه چراغونه لګول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۵ کتنې

کابل(پژواک،۸وری۹۷): په نهو راتلونکو مياشتو کې د ۴.۸ميليون ډالرو په ارزښت د کابل ښار په دولتي ادارو او واټونو کې د لوړ لګښت لرونکي چراغونه، پر کم مصروفو بدلېږي او په دې کار سره به د برېښنا لګښت ۷۰سلنه کم شي.

ددې پروژې تړون نن په کابل کې د اوبو او  برېښنا وزير انجنير علي احمد عثماني او د "رايټک اروپا" هالنډي شرکت د استازي سمير بيات ترمنځ لاسليک شو.

عثماني په دې مراسمو کې وويل چې ددغه تړون له مخې، د کابل ښار د واټونو او دولتي ادارو ډېر لګښت لرونکي او معمولي چراغونه، پر ال اي ډي (L.E.D)  ډوله کم مصرفو چراغونو بدل شي.

نوموړي زياته کړه چې د ياد شويو کم مصرفه چراغونو په لګولو سره به، د کابل ښار واټونو او دولتي ادارو د برېښنا ۷۰سلنه لګښت کم شي.

د نوموړي په وينا، ددې پروژې لګښت ۴.۸ميليون امريکايي ډالره دی چې د اوبو او برېښنا وزارت له انکشافي بوديجې څخه ورکول کېږي او د ياد شوي هالنډي شرکت له خوا عملي کېږي.

نوموړي له خصوصي سکتور او هېوادوالو څخه وغوښتل چې د برېښنا د لګښت کمولو په موخه دې خپل اوسني ډېر لګښت لرونکي چراغونه په بازار کې پر شته کم مصرفه چراغونو بدل کړي.

د نوموړي هالنډي سرکت استازي سمير بيات په  دې مراسمو کې وويل چې ددغه پروژې کار به له تړون سره سم تر درې راتلونکو مياشتو پورې پيل او په شپږو مياشتو کې به عملي شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به واټونو او ادارو کې له ۲۷۳زره ډېر معمولي چراغونه ، پر هغو کم مصرفه چراغونو بدل کړي چې په تړون کې مشخص شوي دي.

د اوبو او برېښنا وزير په دې مراسمو کې وويل، دا چې د کابل خلک تل د برېښنا له ستونزې سره مخ پاتې شوي، چې کله کله يې د برېښنا د کمښت له امله ددوی د کورونو برېښنا پرې کوي او ددې چراغونو په بدلولو سره به د بې برقۍ ستونزه تر يوې کچې حل شي.

نوموړي وويل چې د برېښنا د کمښت د ستونزې د حل لپاره، دوې نورې ټاکنې هم شته، يوه دا چې د وارداتي برېښنا کچه ډېره شي او بله دا چې خلک د برېښنا په لګښت کې کموالی راولي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه