جلال اباد (پژواک، ٨ وری ۹۷): که څه هم په ننګرهار کې د پاکستان کونسلر وايي چې په راتلونکو دريېو مياشتو کې به د جلال اباد- تورخم دويم لين سړک جوړ او ګټې اخيستې ته وسپارل شي؛ خو د دغه ولايت چارواکي ورسره نه مني.
د ننګرهار د ټولګټو رييس تاييدوي چې د سړک ۸۰ سلنه کار خلاص دی خو وايي پاتې کار دومره لږ هم نه دی چې په درېيو مياشتو کې بشپړ شي او وايي که دغه چاره ترسره شوه نو دوی به د سړک جوړوونکي شرکت ته تقديرنامه هم ورکړي.
د تورخم- جلال اباد سړک جوړولو کار شاوخوا ۷ کاله مخکې د پاکستان له لوري پيل شو چې د یو لاس سړک تر جوړېدو وروسته یې د دویم لین چارې نیمګړې پاتې شوې.
په ننګرهار کې د پاکستان کونسلر عارف خان بيټني په جلال اباد ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې تر راتلونکو درېيو مياشتو به ياد سړک په بشپړ ډول جوړ شي.
هغه مني چې د ځينو نيمګړتياوو له امله د ياد سړک جوړېدو کار له کلونو راهيسې ځنډېدلی، خو وايي دا ځل د پاکستان حکومت پوره هوډ لري چې د ياد سړک چارې بشپړې کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د سړک جوړولو شرکت ورته ډاډ ورکړی چې د سړک کارونه تر ډېره خلاص شوي او په راتلونکو درېيو مياشتو کې به په بشپړ ډول پای ته ورسېږي.
په همدې حال کې د ننګرهار د ټولګټو چارو رييس ظابط خان منګل پژواک اژانس ته وويل چې د سړک پاتې کار ته په کتو په راتلونکو درېيو مياشتو کې هېڅ داسې نښه نه ليدل کېږي چې د ياد سړک کارونه بشپړ شي.
هغه تاييد کړه چې کارونه يې ۸۰ سلنه بشپړ شوي خو پاتې کارونه دومره لږ هم نه دي چې په درېيو مياشتو کې بشپړ شي.
دی وايي، که شرکت د سړک کار په شپږو مياشتو کې هم بشپړ کړ، نو دوی به ورته تقديرنامه هم ورکړي.
منګل زياته کړه: ((اوس درې لوی پلونه پاتې دي، يو تورخم کې، بل يې د سراچې او يو بل پول او دغه راز په مارکو بازار، فارمونو او د قول اردو مخې ته د سړک کارونه پاتې دي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری هم تېر ته په کتو په درېيو مياشتو کې د دغه سړک د جوړېدو په اړه د پاکستان د کونسلر شوې څرګندونې يو خيال ګڼي او وايي، هغه سړک چې په کلونو کې جوړ نه شو، نو په درېيو مياشتو کې يې جوړېدل ناشوني دي.
هغه زياته کړه: ((پاکستان پر دې سړک سياست کوي، که چېرې يې نه کولى، وخته به يې کارونه بشپړ واى.))
خو زمري هيله مندي څرګنده کړه چې دغه ځل دې د پاکستان حکومت په دې چاره کې له جدیت نه کار واخلي او د سړک کارونه دې پای ته ورسوي.
د يادې لويې لارې يوه موټر چلوونکي محب الله پژواک اژانس ته وويل چې د سړک د تنګوالي له امله ډېرى مهال پر دې لاره ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا د هېواد يو له مهمو سوداګريزو او مسافرو وړونکو لارو ده او بايد ژر تر ژره يې دويم سړک هم جوړ شي.
صفت الله چې د ډيورنډ له پورې غاړې پېښور ښاره سوداګريز توکي جلال اباد ته راوړي، هم وايي چې د سړک د تنګوالي له امله د دوى سفر په ساعتونو ځنډېږي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان حکومت د تورخم او پېښور تر منځ لوى سړک په دوو کالونو کې جوړ کړ، خو دغه سړک په تېرو اوو کلونو کې جوړ نه شو.
د دغه سړک د جوړېدو کار شاوخوا درې کاله وړاندې په کابل کې د پاکستان د سفير ابرار حسين او د فوايد عامې وزارت معین نورګل منګل په لاسونو يو ځل بيا پيل شوى او اټکل يې کړی و چې تر لسو مياشو دغه سړک بشپړ شي خو دا درېيم کال روان دی چې سړک په بشپړ ډول نه دی رغول شوی.
دا چې د دغه سرک په اړه په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلر اوسنۍ ژمنه به تر کومه رښتينې وي، وخت ته اړتيا ده خو تر ډېره باور شته چې تر څو مياشتو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










