اسعداباد (پژواک، ٨ ورى ٩٧) : د کونړ ولایت د مرکز په ګډون درېیو ولسوالیو کې د ۵۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۳۸ پروژې پلې کیږي .
د کلیواو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي کونړ ته دسفر پرمهال رسنیو ته وویل چې د هېواد په کچه یې د ولسي تړون د پروژو د پیل پرانېسته له کونړ څخه وکړه.
کریمي زیاته کړه چې د ولسي تړون په دې پروګرام کې کونړ ته د ۳۳۸ پروژو برخه ورکړل شوې چې په څلوروکلونوکې به پلې شي.
وزیر زیاته کړه، په دې کال کې به په کونړ ولایت کې د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۳۲ بېلابېلې پروژې د ۲۸۱ شوراګانو په مټ پلې شي.
د دغو پروژو پیل په نرنګ ولسوالۍ کې د یوه کانان د جوړېدو د بنسټ ډبرې په ايښودو وشو، چې د یو اعشاریه اته (۱،۸)میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي ، ۴۵۰ جریبه ځمکه به خړوبوي او ۲۰۳ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
کریمي په کونړ کې د کلیو او پراختیا وزارت له خوا د شپیته میلیونه افغانیو په مالي لګښت دوه بشپړې شوې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
کريمي د خلکو يوې جوړې شوې غونډه ته وویل، د کونړ هغو ښوونځیو ته چې ملکیتونه (ځمکه )لري او ودانۍ نه لري ودانۍبه ورته جوړې شي.
همدارنګه د کلیواو پراختیا وزیر د کونړ له خلکو سره ژمنه وکړه چې سږکال به په دغه ولايت کې د کلیو پراختیا وزارت له لوري د اووه میلیونه امریکايې ډالرو په لګښت ۳۱ بېلابېلې پروژې پلې کوي.
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي وويل چې د دې پروژو په پلي کولوسره به په کونړ کې خلکوته د کار زمینه برابره شي او له بل پلوه به د ولسونو هغه ستونزې چې د بیا رغونې په برخه کې يې لري، راکمې شي.
نوموړي له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون دغه ګټور پروګرام باید د کونړ ټولو ولسوالیوته وغځوي ترڅو د ددغه ولايت ټول خلک د دولت له ياد پروګرام څخه ګټه پورته کړي.
د کونړ والي زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام د اوس لپاره د کونړ مرکز اسعداباد په ګډون درېیو ولسوالیو(څوکۍ،نرنګ او ماڼوګي )کې ترسره کیږي چې ټول ټال ۳۲۶۹۳۵خلک به ترې استفاده وکړي.
د سرکاڼو ولسوالۍ یوتن قومي مشر حاجي میاداد بیا له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د کلیواو پراختیاوزارت دې د کونړ لوی سیندته د ژغورنې دیوالونه جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سیند د کونړ خلکوته هیڅ ګټه نه ده رسولې او هرکال په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې وړي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










