منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړکې ۳۳۸ پروژې پلې کیږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٨ ورى ٩٧) : د کونړ ولایت د مرکز په ګډون درېیو ولسوالیو کې د ۵۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت  ۳۳۸ پروژې پلې کیږي .

د کلیواو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي کونړ ته دسفر پرمهال رسنیو ته وویل چې د هېواد په کچه یې د ولسي تړون د پروژو د پیل پرانېسته له کونړ څخه وکړه.

کریمي زیاته کړه چې د ولسي تړون په دې پروګرام کې کونړ ته د ۳۳۸ پروژو برخه ورکړل شوې چې په څلوروکلونوکې به پلې شي.

وزیر زیاته کړه، په دې کال کې به په کونړ ولایت کې د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۳۲ بېلابېلې پروژې د ۲۸۱  شوراګانو په مټ پلې شي.

د دغو پروژو پیل په نرنګ ولسوالۍ کې د یوه کانان د جوړېدو د بنسټ ډبرې په ايښودو  وشو، چې د یو اعشاریه اته (۱،۸)میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي ، ۴۵۰ جریبه ځمکه به خړوبوي او ۲۰۳ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

کریمي په کونړ کې د کلیو او پراختیا وزارت له خوا د شپیته میلیونه افغانیو په مالي لګښت دوه بشپړې شوې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپارلې.

  کريمي د خلکو يوې جوړې شوې غونډه ته وویل، د کونړ هغو ښوونځیو ته چې ملکیتونه (ځمکه )لري او ودانۍ نه لري ودانۍبه ورته جوړې شي.

همدارنګه د کلیواو پراختیا وزیر  د کونړ  له خلکو سره ژمنه وکړه چې سږکال به په دغه ولايت  کې د کلیو پراختیا وزارت له لوري د اووه میلیونه امریکايې ډالرو په لګښت  ۳۱ بېلابېلې پروژې پلې کوي.

دکونړ والي وحیدالله کلیمزي وويل چې د دې پروژو په پلي کولوسره به په کونړ کې خلکوته د کار زمینه برابره شي او له بل پلوه به د ولسونو هغه ستونزې چې د بیا رغونې په برخه کې يې لري، راکمې شي.

نوموړي له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د ولسي تړون دغه ګټور پروګرام باید د کونړ ټولو ولسوالیوته وغځوي ترڅو د ددغه ولايت  ټول خلک د دولت له ياد پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

د کونړ والي زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام د اوس لپاره د کونړ مرکز اسعداباد په ګډون درېیو ولسوالیو(څوکۍ،نرنګ او ماڼوګي )کې ترسره کیږي چې ټول ټال  ۳۲۶۹۳۵خلک به ترې استفاده وکړي.

د سرکاڼو ولسوالۍ یوتن قومي مشر حاجي میاداد بیا له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د کلیواو پراختیاوزارت دې د کونړ لوی سیندته د ژغورنې دیوالونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه سیند د کونړ خلکوته هیڅ ګټه نه ده رسولې او هرکال په زرګونو جریبه کرنیزې ځمکې  وړي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه