منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نيمروز ځیني اوسېدونکي د اوبو له کموالي شکايت کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

زرنج (پژواک، ١١ ورى ٩٧): د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکو په يو اعتراضي لاريون کې غوښتنه وکړه چې نيمروز ولايت ته دې هلمند سيند اوبه ورکړل شي.

دوى چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده، نن د نيمروز ولايت د کرنې رياست مخکې را ټول شول او ویې ويل چې له هلمند سيند نه د نيمروز خلکو ته د اوبو ونډه نه ورکول کېږي.

د نيمروز د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکي او يوه معترض جاوید پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه چې غنم په کې کرل شوي وو، وچه شوې او يو شمېر څاروي يې د اوبو د وچېدو له امله مړه شوي دي.

د نيمروز ولايت دغه اوسېدونکي زياته کړه: ((نيمايي کرکيله مو غنم وو، له منځه تللي، پالېزونه مو هم مخ په له منځه تلو دي.))

د نيمروز ولايت بل اوسېدونکي غلام نبي هم وويل: ((موږ هر يوه له اوو تر څوارلسو لکو افغانۍ د غنمو په کښت لګولې وې، خو له بده مرغه چې د له منځه تللو په حال کې دي.))

دوى له چارواکو غواړي چې د نيمروز ولايت د اوبو ونډه دې ورکړل شي.

يادو معترضانو  زياته کړه چې د هلمند د خلکو د زياتې کرکيلې په سبب د نيمروز خوا ته اوبه نه راځي او دا چاره د دې لامل شوې چې د نيمروز د خلکو کښتونه له منځه ولاړ شي.

د نيمروز د اوبو تنظيم رياست يوه چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې په تېر کې د هلمند سيند ٣٠ سلنه اوبه چې له کجکي بنده يې سرچينه اخيسته، د نيمروز د خلکو ونډه ګڼل کېده، خو اوس د باران له اوبو او د کجکي بند له کمې اندازې اوبو څخه چې نيمروز ته بهېږي، نور څه نه لري.

د نيمروز ولايتي شورا مشر باز محمد ناصر وويل چې که تر لسو نورو ورځو پورې اوبه ور ونه رسېږي، په دغه ولايت کې به يوه ستره غميزه را منځته شي او د دغه ولايت ټوله کرکيله او څاروي به له منځه ولاړ شي.

په ورته وخت کې د نيمروز مرستيال والي سردار احمد همدرد پژواک ته وويل چې په دې برخه کې هڅې پيل شوې، د هلمند ولايت له چارواکو سره يې په دې تړاو په بيا بيا خبرې کړې، خو د نيمروز ولايتي چارواکو به بيا هم غلي نه شي او دا موضوع په وڅېړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه