ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغان امريکايي پوهنتون کې د “بيات” ټکنالوجۍ انسټيټيوټ پرانېستل شو

په افغان امريکايي پوهنتون کې د “بيات” ټکنالوجۍ انسټيټيوټ پرانېستل شو

author avatar
31 Mar 2018 - 19:05
په افغان امريکايي پوهنتون کې د “بيات” ټکنالوجۍ انسټيټيوټ پرانېستل شو
author avatar
31 Mar 2018 - 19:05

کابل(پژواک،۱۱وری۹۷): د حکومت اجراييه رييس په افغان امريکايي پوهنتون کې د بيات ټکنالوجۍ انسټيټيوټ پرانېستې په مراسمو کې ددغه پوهنتون او بيات بنسټ د ستايلو ترڅنګ وويل چې د لوړو زده کړو بهير وده، د افغانستان له سولې او ټيکاو سره مرسته کوي.

د افغان امريکايي پوهنتون په چوکاټ کې د بيات ټکنالوجۍ انسټيټيوټ ودانۍ د پرانېستې پټه نن د ملي يووالي حکومت د اجراييه رييس له خوا پرې شوه.

د چارواکو په وينا،د بيات ټکنالوجۍ انسټيټيوټ د افغان امريکايي پوهنتون په چوکاټ کې په پرمختللو امکاناتو او وسايلو د سمبالې ودانۍ په درلودو سره پر شرايطو برابرو ځوانانو ته د سکالرشيپ او د ساينس، ټکنالوجۍ تحقيق او روزنې په موخه جوړ شوی دی.

اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ددغه انسټيټيوټ په پرانېستل کېدو خوښي څرګنده، د بيات بنسټ ددغه کار ستاينه يې وکړه او ويې ويل چې د ښوونې او لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه د افغانستان خلکو ته د ښې راتلونکې، ټيکاو، سولې او پراختيا په برخه کې د پانګونې په معنا ده.

نوموړي زياته کړه چې د بياټ ټکنالوجۍ انسټيټيوټ جوړېدل په هېواد کې د لوړو زده کړو او ټکنالوجۍ د ودې په برخه کې يو مهم ګام دی څو ځوانان په افغانستان کې دننه د خپلې  خوښې زده کړو ته لاس رسی پيدا کړي، ځکه د ټکنالوجۍ وده، په نننۍ نړۍ کې د بدلون يوه ستره زمينه ګڼل کېږي.

هغه د افغان امريکايي پوهنتون ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه پوهنتون، د لوړو زده کړو په ډګر کې مخکښ دی،اغېزمن کارونه يې ترسره کړي او دغه انسټيټيوټ چې نن پرانېستل شو، سربېره پردې چې د خپلو پروګرامونو په پرمخ بېولو کې له افغان امريکايي پوهنتون سره د مرستې ترڅنګ، د افغانستان د خلکو لپاره يوه مهمه موکه ګڼل کېږي.

د افغان امريکايي پوهنتون مشر ډاکټر کينټ هالنډ په دې مراسمو کې وويل چې د بيات ټکنالوجۍ انسټيټيوټ د بيات بنسټ او دغه پوهنتون ګډ کار و، ودانۍ يې د بيات بنسټ له خوا جوړه شوې او تجهيزات يې د افغان امريکايي پوهنتون له خوا برابر شوي دي.

د بيات بنسټ مشر، احسان الله بيات په دې مراسمو کې د خبرو پرمهال وويل:" د بيات انسټيټيوټ ودانۍ، د افغان امريکايي پوهنتون او بيات بنسټ ترمنځ د ګډ کار بريالۍ بېلګه ده چې د پوهنتون د محصلينو لپاره ښه ساينسي، تخنيکي او علمي کاري زمينه برابروي."

نوموړي زياته کړه چې د بياټ ټکنالوجۍ انسټيټيوټ جوړېدو موخه داده چې د افغان امريکايي پوهنتون محصلين داسې کره تدريس او تحقيق په ترلاسه کولو بريالي شي چې په افغانستان کې د ساينسي، تخنيکي او ډله ييزې انجنيرۍ پوهې د پراختيا لامل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.