فيروز کوه(پژواک،۱۴وری۹۷): په غور ولايت کې يو شمېر ورزش کوونکې ښځې او نجونې پر هغه څه نيوکه کوي چې دوی يې په دغه ولايت کې د ورزش ودې ته د حکومت نه پاملرنه ګڼي، وايي چې په غور کې پر نورو برخو سربېره ورزش ته هم هېڅ کار نه دی شوی.
په غور ولايت کې دوه فوټبالرو نجونو، نيلوفر او شيما پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېر شمېر ښځې او نجونې د ورزش له بېلا بېلو څانګو سره ډېره مينه لري، خو په دغه ولايت کې د ورزشي ځايونو او امکاناتو نه شتون ددې لامل شوی چې هغوی د نارينه وو په څېر د خپلې خوښې څانګو په تمرينونو او سياليو کې برخه وانخلي.
دغه ورزشکارانې له حکومت څخه غواړي چې په غور ولايت کې د ښځو او نجونو لپاره ځانګړي ځايونه جوړ کړي، څو دوی خپل ورزشي مهارتونه لا پيا وړي کړي.
د درخشان په نامه د نجونو د فوټبال لوبډلې غړې نيلوفر وويل:" موږ نجونې له ورزش په ځانګړې توګه فوټبال سره ډېره مينه لرو، خو موږ ځای نه لرو، جامې نه لرو، شين ميدان نه لرو، يو جمنازيوم نه لرو، د ورځې يو ساعت موږ ته وخت راکوي او نور هلکان تمرينونه کوي."
شيما دغه راز پژواک ته وويل چې په غور کې د ورزشکارو هلکانو لپاره خصوصي او دولتي ورزشي ځايونه شته، خو د ښځو او نجونو لپاره هېڅ مشخص ځای نشته او له دولت څخه غواړو چې د ښځو او نجونو ورزش ته پاملرنه وکړي.
غور له هغو ولايتونو څخه دی چې د رسنيو له لارې ددغه ولايت د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتريخ والي ډېرې پېښې منعکس کېږي او کورنيو په تېرو وختونو کې د نجونو له ورزش سره حساسيت ښوده، خو اوس ډېر شمېر کورنۍ نجونو او ښځو ته د ورزش کولو اجازه ورکوي.
په ورته وخت کې د غور د ورزش ادارې چارواکي وايي چې اوسمهال له ۴۰ډېرې ورزشکارې نجونې د واليبال او فوټبال يوازې په پنځو لوبدلو کې تمرينونه کوي.
هغوی هم وايي چې له ورزش سره د ښځو او نجونو مينه له يو کال راهيسې ډېره شوې ده.
په غور ولايت کې د ښځينه ورزشکارانو کمېټې مسوولې سروناز اميري پژواک ته وويل چې په غور کې نجونې او هلکان د ورزش له ټولو څانګو سره ډېره مينه لري او هغوی غواړي چې د نارينه وو په څېر د سياليو په ميدانونو کې د ګاونډيو ولايتونو له نورو ښځو او نجونو سره لوبې وکړي.
نوموړې هم په غور کې د ښځو او نجونو لپاره د ورزشي ځايونو او امکاناتو نه شتون تاييد کړ.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل:" په تېر يو کال کې ښځو له ورزش سره ډېره مينه پيدا کړې، په ځانګړې توګه د فوټبال له برخې سره، خو د امکاناتو او مناسب ځای نه شتون ددې لامل شوی چې هغوی نهيلې شي او خپلو تمرينونو ته په سمه توګه دوام ور نه کړی شي، پردې باور يم چې که دوی ته امکانات برابر شي، ښځې هم د هلکانو په څېر په سياليو کې ګډون کولای شي او د پام وړ لاسته راوړنې به ولري."
نوموړې وويل چې د نوي کال په پيلېدو سره هڅه کوي چې په ورزشي برخو کې ډېر شمېر ښځنه او نجونې جذب کړي.
د ورزشي امکاناتو نه شتون، ورزشي تالارونو په ځانګړې توګه ښځينه ورزشي تالارونو نه شتون او د غور ورزش ته د مرکزي ادارې نه پاملرنه، په غور کې د ورزشکارو ښځو او نجونو تر ټولو مهمې ستونزې دي.
د غور ولايت د ورزش امر امير محمد غوري وويل چې ددغه ولايت د ښځو چارو رياست په همغږۍ سره مرکز ته وړانديز کړی چې ورزشکارو ښځو ته ځانګړي ورزشي ځايونه او امکانات برابر او په دې توګه دې د ورزشکارو ښځو او نجونو ستونزې حل کړي.
غور د هېواد په لوېديځ کې موقعيت لري چې د ورزش په برخه کې د ښځو او نجونو شتون د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي.
ددغه ولايت د ورزشي ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال ددغه ولايت د ورزشي ادارې په بېلا بېلو برخو کې له زرو ډېرې ښځې او نجونې ثبت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










