جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۹۷): د ننګرهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، د ګرمۍ او روژې له را رسېدو مخکې د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوې دي.
دوی وايي، د يو نوي ۲۰ مېګاواټه ترانسفرمر په نصبولو به د ښار پاتې سيمو ته هم د برېښنا غځولو لړۍ پيل شي او هم به ورسره جوخت د برېښنا پرچاوي ختمه شي.
دوی وايي، د دغه څلورم ترانسفرمر نصبولو چارې پيل او نږدې ۸۰ سلنه يې بشپړې شوې او پاتې به هم د سختۍ ګرمۍ تر راتګ مخکې سرته ورسېږي.
خو د ولايتي شورا يو شمېر غړي او مدني فعالان وايي چې حکومت دې د وارداتي برېښنا د نوو ترانسفرمرونو د نصبولو پر ځای دلته د برېښنا بندونو، لمريزې برېښنا او نورو پروژو باندې کار وکړي او د برېښنا ستونزې ته دې دايمي حل ولټوي.
د دوی په وينا، ننګرهار ته له نغلو برېښنا راغلې او هر کله چې پر کابل د نورو ځايونو برېښنا پرې شي، نو پر ننګرهار برېښنا پرې کوي او ياده برېښنا د کابل اوسېدونکو ته ورکوي.
د ننګرهار د برېښنا رييس اميد صباح وايي چې د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزې د حل لپاره يې د څلورم (نوي) ترانسفرمر د نصبولو چارې وروستيو ته رسولې او د روژې تر راتګ وړاندې به ترې ګټه اخيستنه پيل شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ترانسفرمر د ۲۰ مېګاواټه برېښنا ظرفيت لري او نوو ساحو ته د برېښنا د لينونو غځولو تر څنګ به د برېښنا د پرچاوۍ مخه هم ونيسي.
خو د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک خبرى آژانس ته وويل چې وارداتي برېښنا ته د دې ډول فعاليتونو پر ځای دې د خپلې برېښنا په اړه فکر وشي، برېښنا بندونه دې ورغول شي او سولري يا لمريزه برېښنا دې جوړه شي.
دی وايي، هر کله چې پر کابل باندې د تاجکستان راغلې برېښنا قطع شوې؛ نو له نغلو ننګرهار ته راغلې برېښنا يې د دغه ولايت پر اوسېدونکو پرې کړې ده.
د هغه په وينا، يا دې دلته د برېښنا ستونزې دايمي حل لارې ولټول شي او يا دې هم د نغلو برېښنا بند چارې د ننګرهار د خلکو پر غاړه کړي.
په ننګرهار کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر عبداللطيف واحدي هم ورته غوښتنه لري او وايي، د ننګرهار سختې ګرمۍ ته په کتلو بايد دلته د برېښنا ستونزې ته دايمي حل لارې ولټول شي.
د نوموړي په وينا، د درونټې برېښنا بند ته پراختيا ورکول او د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړول هغه څه دي چې پر ننګرهار سربېره د کونړ او لغمان ولايتونو اوسېدونکي هم د برېښنا له نعمت څخه برخمن کولی شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې د برېښنا ستونزې د لنډمهال حل تر څنګ يې د دايمي حل پر لارو چارو هم هڅې روانې کړې دي.
اميد صباح ډاډ ورکړ چې په کامې ولسوالۍ کې پر کونړ سيند د برېښنا بند جوړول او حصارشاهي کې د يوې لويې لمريزې برېښنا شبکې جوړول د اوبو او برېښنا وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له لومړيتوبونو څخه دي.
د يادولو ده، دوه ورځې وړاندې جلال اباد ښار کې يوې ډله مدني فعالانو، ځايي اوسېدونکو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو د يو لاريون پر مهال د برېښنا د دايمي حل غوښتنه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










