منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیاغړي

خوست کې د نري رنځ ناروغانو شمېر ډېر شوى

· 3 دقیقې لوستل · 193 کتنې

خوست ښار (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په توبرکلوز يا نري رنځ پر ناروغۍ د اخته کسانو په راجلبولو سره د دې ناروغۍ په کنټرول او درملنه کې يې پرمختګ کړى دى.

دا څرګندونې د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر ګل محمدين منګل نن د توبرکلوز نړيوالې ورځې د نماځلو د مراسمو په حاشيه کې پژواک اژانس ته وکړې.

نوموړي وويل چې د پراخ عامه پوهاوي په پايله کې له لرې پرتو سيمو د ناروغانو په راجلبولو سره په دې بريالي شوي چې روغو کسانو ته يې سرايت کنټرول کړی دی.

هغه زياته کړه چې په تېر ۱۳۹۶ لمريز کال کې يې د نري رنځ ۷۳۵ پېښې ثبت کړې وې چې زياتره هغه يې د ډېر عمر لرونکې ښځې او ماشومان دي.

نوموړي زياته کړه: ((په دې کې ۵ سلنه مړينه لرو، اکثريت يې ډېر عمر لرونکې ښځې او ماشومان دي؛ ځکه د هغوی د وجود د معافيت سيستم کمزوری وي)).

ډاکتر منګل وايي، د مثبتو پېښو د شمېر زياتېدل د دې څرګندونه کوي چې د نري رنځ د ناروغانو په موندلو او د دې ناروغۍ په درملنه او مخنيوي کې يې پرمختګ کړی دی.

په خوست کې د توبرکلوز د کنټرول مرکز مشر ډاکتر زاهدالله هلال پژواک اژانس ته وويل چې د توبرکلوز په اړه خلکو ته اړين عامه پوهاوي په پايله کې خلک د دې ناروغۍ پر خطر او درملنه تر يوه بريده پوهېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې د ولسواليو زياتره روغتيايي مرکزونه د نري رنځ د معاينې پر اړينو طبي وسايلو سمبال دي، شاوخوا دوه مياشتې مخکې دوی ته د جين اکسپرټ په نوم يو ماشين هم ورکړل شوی چې د دوی کارونه يې ډېر اسانه کړي.

په ياد مرکز کې د توبرکلوز د لابراتوار څانګې مسوولډاکټر محمدولي نوري پژواک اژانس ته وويل، چې هره ورځ تر ۵۰ پورې د نري رنځ شکمن ناروغان د معايناتو لپاره ورځي.

نوموړي زياته کړه چې له ياد شمېر څخه په هره ورځ په درې يا څلورو کسانو کې د توبرکلوز يا نري رنځ ناروغي تثتېږي، حال دا چې تېر کلونه يې دومره مراجعين نه لرل.

د خوست د قلندر ولسوالۍ ۵۰ کلن اوسېدونکي امين ګل چې ياد روغتيايي مرکز ته د معاينې لپاره راغلی و، پژواک اژانس ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې په نري رنځ اخته و خو دغه مرکز ته په مراجعې سره درملنه ښه شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((دا ډېر وخت به مې تبه وه، ټوخېدلم او ګرځېدی نه شوم،. کله مې چې معاينه وکړه، ډاکتران وايي چې د نري رنځ پر ناروغۍ اخته يې. يو ځل ښه شوم بيا خو بې وخته مې پرهېز مات او بيا پرې اخته شوم. اوس ډېر ښه شوی يم.)).

د ډاکترانو په نظر پر نري رنځ اخته انسان اړ دی چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره پوره نهه مياشتې پرته له کوم ځنډ او بد پرهېزۍ څخه د ډاکټر په لارښوونې درمل وخوري او دغه راز د کورنۍ له نورو غړو ځان لېرې وساتي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول روغتیا
روغتیا

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

روغتیا

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

روغتیا

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

روغتیا

د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

روغتیا

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

روغتیا

هند له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

روغتیا

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

روغتیا

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه