منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې د سل بستریز روغتون د جوړېدو کار پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

کلات (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): په زابل ولایت کې د یو سل بستریز روغتون د جوړېدو کار پیل شو چې د مسوولینو په خبره، د دوو کلونو په موده کې به بشپړ شي او ورسره به په دغه ولایت کې د روغتيا په برخه کې ستونزې کمې شي.

دغه سل بستریز روغتون د کلات ښار په لوېدیځه برخه کې جوړېږي چی د مسوولینو په خبره، ټول اړین او اساسي وسایل به ولري.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکتر لعل محمد توخي پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغان دولت د خلکو اساسي ستونزو او د روغتيا برخې ډېره پامرنه کوي او دغه سل بستریز روغتون هم د خلکو پر غوښتنه جوړېږي.

د نوموړي په وينا، دغه روغتون د ودانۍ د جوړېدو لپاره د عامې عامي روغتیا وزارت دوه میلیونه امریکايي ډالره بودیجه ځانګړې کړې او د دوو کلونو په موده کې به يې کارونه بشپړ شي.

د زابل والي خیال محمد حسیني د دغه روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال د عامې روغتیا له وزارته مننه وکړه چې زابل ته یې یوه ستره د بیارغونې او روغتيا پروژه منظوره کړه.

نوموړي زياته کړه، روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی د هر افغان حق او ضرورت دی او دوی به په دې برخه کې لا نوري هڅي هم وکړي

د زابل یو شمېر اوسېدونکی هم د مرکزي دولت له دې مرستی خوښي ښيي او زیاتوي چی باید د ودانۍ کار په معیاري ډول تکمیل شي.

د عبدالوارث په نوم د کلات ښار یو اوسېدونکی وايي، د هر ډول پرمختیايي پروژو په تطبیق کی به له خپل دولت سره مرسته وکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چی پر وړاندې يې ستونزې جوړې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه