منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیکا کې پولیس د جلغوزو شنې ونې وهي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت پوليس د جلغوزو د شنو ونو پر وهلو تورنوي او ټينګار کوي چې مخه يې بايد ونيول شي، خو امنيتي مسوولين بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله غمخور د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتې سرتېرو له لوري د جلغوزو شنې ونې وهل کېږي.

هغه زياته کړه: ((سرتېري پر خپلسر دغه کار کوي او بيا د جلغوزو دغه ونې د لرګيو په سوداګرو خرڅوي.))

د همدې ولسوالۍ د وژانه سيمې اوسېدونکي يحيى ځدراڼ پژواک ته وويل: ((موږ څو ځلې د امنيتي ځواکونو له مسوولينو سره په دې اړه خبرې وکړې، خو تر اوسه يې چا مخه نه ده نيولې، هره ورځ پوليس راځي او د جلغوزو شنې وهي.))

د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې قومي تړون شوى چې له مخې يې هېڅوک د  جلغوزو د ونو وهلو اجازه نه لري خو امنيتې سرتېري په زور دغه کار کوي.

همدارنګه د ګيان اوسېدونکي مرسل پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ګيان دره کې د پوليسو او سرحدي ځواکونو له لوري د جلغوزو شنې ونې وهل کېږي.

د پکتيکا يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د امنيتي سرتېرو د دې کړنې مخه ونيسي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د کرنې رييس نورالله سباوون هم پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې د جلغوزو شنې ونې وهل کېږي چې بايد مخه يې ونيول شي.

هغه وايي: ((دا موضوع مې څو ځلې د ولايت د رهبرۍ په غونډه کې هم ياده کړې خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.))

ده وويل چې په سرروضه، ګيان، زېړوک، اومنه، نکه، ګومل او برمل ولسواليو د جلغوزو پراخ ځنګلونه لري چې د ونو ساتل يې د هر افغان دنده.

خو بل لور ته د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين بيا وايي چې  امنيتي سرتېري په خپلسر د جلغوزو ونې نه وهي.

هغه وايي: ((په ډېرو ولسواليو موږ د ونو د ساتلو لپاره قومي تړونونه لرو چې له مخې پوليس او بل هېڅوک نه شي کولاى د جلغوزو ونې ووهي.))

خو ارين وايي، په دې اړه به دوى پلټنې وکړي چې په کومو سيمو کې د امنيتي سرتېرو له لوري د جلغوزو ونې وهل شوې دي.

د ياونې ده، د د نورو ولايتونو په څېر د پکتيکا د جلغوزو ونې هم په حکومت پورې تړاو لري خو د ساتنې په موخه يې خلکو ته ورکړي چې په بدل کې بيا خلک د جلغوزو حاصلات د ځان لپاره را ټولوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه