منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل ښار د خوشحال خان مېنې او نيله باغ سيمو د تعديل طرحه تصويب شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

 کابل(پژواک،۳۰وری۹۷): د وزيرانو شورا د ښار او کور جوړونې هغه طرحه تصويب کړه چې له مخې يې د کابل ښار شپږمې ناحيې نيله باغ او خوشحال خان مېنې سيمې له روغتيايي او سوداګريزې څخه د استوګنې پر سيمو بدلېږي.

 د ښار او کور جوړونې وزارت د مرستيال له خوا د افغانستان د وزيرانو شورا پرونۍ ناستې ته چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه ،د کابو۲۸۱زره مربع متره دولتي ځمکې په اړه چې د کابل ښار د شپږمې ناحيې په نيله باغ او خوشحال مېنې سيمو کې موقعيت لري  د تعديل طرحه وړاندې شوه.

 د ښار او کور جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، ددغو ځمکو کابو ۶۹زره مربع متره چې روغتيايي سيمه ده، په خوشحال مېنه کې او کابو ۲۱۲ زره مربع متره نوره يې چې سوداګريزه ځمکه ده، د کابل ښار په شپږمه سيمه( نيله باغ) کې موقعيت لري.

 د ښار او کور جوړونې وزارت مرستيال زياته کړه چې د ماسټر پلان له مخې، د ملي بس سيمه چې په خوشحاله مېنه کې پرته ده د قطر هېواد په مرسته  د استوګنې زر کورونه په کې جوړېږي، روغتيايي سيمه وه، تعديل ته يې اړتيا درلوده او بايد استوګنې سيمې بدله شي او دويمه سيمه چې په نيله باغ سيمه کې پرته ده او د چين هېواد په مرسته د ملکي کار کوونکو لپاره په کې د ا ستوګنې کورونه جوړېږي، د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې، سوداګريزه سيمه وه او اړتيا وه چې پر سوداګريزې- استوګنې سيمې بدله شي.

 بالاخره د تعديل دغه وړانديز شوې طرحه پرون د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوه چې له مخې يې ياد شوې سيمې پر استوګنې او سوداګريزې- استوګنې سيمو بدلې شوې.

 دغه راز د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي هم د کابينې ناستې ته د ښاروالۍ او ښار او کور جوړونې وزارت ددغې ګډې وړانديزشوې طرحې د تعديل د څرنګوالي په اړه چې دغه کابو سل جريبه دولتي ځمکه به پر هغو کسانو وويشل شي چې ځمکې يې د کمپنۍ او شهيد مزاري سړک په پراختيايي پروژه کې استملاک شوې، له صنعتي څخه پر استوګنو، او هغه ځمکې چې د حلقوي سړک په څنګ کې پرتې دي، د استوګنې- سوداګريزې ګډې سيمې بدلېږي.

 کابينې دغه وړانديزشوې طرحه تاييد کړه، د ښار او کور جوړونې وزارت، د افغانستان د ځمکو ادارې او کابل ښاروالۍ ته يې د نده وسپارله چې د ياد شوې ځمکې اندازه دې معلومه کړي، تطبيقي او سوداګريز پلان دې د مستحقو کسانو له تشخيص سره يو ځای د ښاري پراختيا عالي شورا ته وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه