جلال اباد (پژواک ۲۲ غويى ۹۷): د نورستان د ورزش امريت لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې، چې د چارواکو په وينا، نږدې ۱۶ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د يادې ودانۍ د بنسټ ډبره د غويي په ۲۲مه د دغه ولايت په مرکز پارون کې د والي حافظ عبدالقيوم او څو نورو مسوولينو له لوري کېښودل شوه.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، د ورزش امريت لپاره نوې جوړېدونکې ودانۍ په درېيو پوړونو کې جوړېږي، چې يوولس اداري خونې او نورې اړينې ساحې لري.
دی وايي، په دغه ودانۍ به د ښار جوړونې وزارت ۱۵ ميليون او ۷ سوه زره افغانۍ لګښت راشي، چې د ۹ مياشتو په موده کې به يې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د نورستان د ښار جوړونې رييس انجنير سليم الله وويل، ياده ودانۍ په يوه جريب ځمکه کې جوړېږي او چارې به يې د مراکش ساختماني شرکت له خوا مخ ته يوړل شي.
هغه ټينګار وکړ چې دوی خپله د يادې ودانۍ د رغنيزو چارو څارنه کوي او اجازه به ورنکړي، چې د نقشې او قرارداد خلاف يې کارونه ترسره شي.
د نورستان د ورزش امر حضرت الله وويل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د تعمير نه موجوديت په برخه کې د دوی شته ستونزې حل شي.
هغه د شرکت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ودانۍ کارونه دې په بشپړ شفافيت سره ترسره کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










