ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  تخار د (نمک اب سيند) پروژه ناکامه شوې

د تخار د (نمک اب سيند) پروژه ناکامه شوې

author avatar
27 May 2018 - 10:57
د  تخار د (نمک اب سيند) پروژه ناکامه شوې
author avatar
27 May 2018 - 10:57

تالقان (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٧): د تخار د نمک اب ولسوالۍ د سيند اوبه د مالګې له کانه د خوندي پاتې کېدو په موخه جوړ شوی کانال په بشپړه توګه ويجاړ شوی او له منځه تللی دى.

ټاکل شوې وه چې ددغه کانال له اوبو څخه به د يادې ولسوالۍ او د تالقانو ښار نهرسعيد د سيمې شاوخوا ۲۰ زره جريبه ځمکې او باغونه خړوب شي؛ خو د کانال له جوړېدو شپږ مياشتې  وروسته په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

د نهر سعيد د سيمې يو تن اوسېدونکي فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، پخوا به هم ددغه سينداوبه د تاقچه خانې د مالګې له کانه تېرېدلې، چې هر کال يې په سلګونو جريبه کروندې او باغونه له منځه وړل.

نوموړی وايي: ((د سيند دواړو غاړو کې د شګو او تېږو دېوال شوی وو، ځکه و نړېد. اوس مهال د  پخوا په څېر د سيند اوبه د مالګې له کانه تېرېږي،اوبه تروشې شوې دي، کروندې مو وچې شوې. د څارويو لپاره هم د څښلو اوبه نه لرو.))

د نمک اب ولسوالۍ د تاقچه خانې د سيمې اوسېدونکی نظام الدين وايي چې د تالقانو د نهر سعيد او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو پرېکړه کړې چې که له کانه د سيند اوبو خوندي پاتې کېدو لپاره کار و نه شي، دوی به د کان د استخراج مخه و نيسي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، انجنيرانو سم کار نه دی کړی. کانال يې وړوکی جوړ کړی اوبه په کې نه ځايېدې. کله چې اوبه ډېرې شوې دېوالونه يې ونړېدل .

د نوموړي په وينا، له دغه کار سره خلک سخت زيانمن شوي، که ور ته د حل لار و نه کتل شي؛ نو د سيمې اوسېدونکي به د مالګې د استخراج مخه ونيسي.

د تخار ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجنير محمد سالم اکبر پژواک اژانس ته وويل چې د نمک اب د سيند پروژه په ازمايښتي ډول پلې شوې وه، چې سمه پايله يې نه درلوده.

اکبر وايي، پر دې پروژې د اسيا پرمختيايي بانک ۵۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دى.

دی وايي چې دغه پروژه لاهم حکومت ته نه ده سپارل شوې او مسووليت يې هم مخامخ د قراردادي شرکت په غاړه دی.

اکبر زياتوي :(( د پروژې قرارداد دا ډول و، چې د تيږو او خاورو په مټ کار شوی وای، خو د مالګې کان د ځېنو برخو په را ښويېدو سره کانال هم ويجاړ شو او سمه پايله يې نه درلوده.))

د نوموړي په وينا، ددغې موضوع د څېړلو او ورته د حل لار موندلو لپاره  يو پلاوی سيمې ته استول شوى او ډېر ژر به د ياد شوي کانال ويجاړې شوې برخې  بېر ته ورغول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.