منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“مکروریان کې د استوګن چارواکو ساتوونکي خلک ځوروي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ۶غبرګولي ۹۷): د کابل ښار د لومړي مکروریانو اوسېدونکي وايي چې زیات شمېر زورواکو په ځانګړي ډول د ملي شورا وکیلانو، په اپارتمان کې د استوګنې فرهنګ خلاف، دا سیمه د جنګي کلا په څېرجوړه کړې او خلک یې له کړونې او ربړونې په کراره نه دي.

د کابل ښار د لومړي مکروریانو د اتم بلاک اوسېدونکې نرګس، پژواک خبري اژانس ته وویل چې زورواکي په خپله خوښه هرځای کې امنیتي پوستې جوړوي او وسله وال کسان یې خلک کړوي او ځوروی.

هغې وویل: (( د زوراکو کسانو ساتوونکي چې په هربلاک کې وي له خلکو سره سم چلند نه کوي او ان یو شمېر یې سپي او لېوان لري چې خلکو ته یې د ډارفضا رامنځ ته کړې ده.))

یادې مېرمنې زیاته کړه: (( دا کسان تل ښځو ته ګوري چې دا کړنه یې دوی ځوروي او د دې کسانو له وېرې څخه د اپارتمان بالکن ته هم نه شو راوتلی، څو خپلې وینځلې جامې ځوړندې کړو.))

د لومړي مکروریانو د ۳۱ بلاک اوسېدونکي محمد رومان هم ورته ستونزه په ګوته کړه او ویې ویل چې یادو چارواکو او زورواکو تر ډېره د بلاکونو مخې ته د امنیتي پوستو په جوړولو سره، لارې بندې کړي او خلک د بلاکونو ترمنځ په اسانه تګ راتګ نه شي کولی.

هغه زیاته کړه: ((څو ورځې وړاندې د یو بلاک درې هلکان په خپل موټر کې له یوې تنګې لارې د تېرېدو په حال کې وو، د یادو چارواکو له یو موټرسره مخ شول؛ خو دا چې د یاد موټر مخ کېدو ته ځای نه و او لار د څو شېبو لپاره بنده شوه، د پارلمان د یاد وکیل ساتونکو د ټوپک پر کنداغ دا درې ځوانان سخت ووهل .))

محمد رومان یادونه وکړه چې نوموړی هم څه موده وړاندې له ښوونځي څخه د راستنېدو پرمهال، د یو چارواکي د ساتوونکو له لوري په بېلابېلو پلمو له تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.

رومان وویل چې له حکومت څخه غواړي څو د دا ډول زوراکو په ځانګړې توګه د دولتي چارواکو او پارلمان د وکیلانو د خپل سریو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې زورواکي په خپل سر امنیتي پوستې جوړې کړي او د خلکو د ځورونې او ربړونې لامل شي.

 د لومړي مکروریانو د ۲۵ بلاک وکیل میرزامحمد زرمتي د دې بلاک د اوسېدونکو اندېښنه تایید کړه او ویې ویل چې اپارتمان کې د استوګنې فرهنګ د زورواکو له خوا د پوستو په جوړولو او د وسله والو ساتوونکو زیات تګ راتګ له امله ترپښو لاندې شوی دی.

هغه زیاته کړه: (( موږ وړاندیز وکړ چې د مکروریانو له شاوخوا دې دیوال راتاو شي، څلور دروازې دې ورته ولګول شي، پولیس دې د دروازو امنیت وساتي او مکروریانو کې د ننه دې د پوستو جوړولو  او د وسله والو ساتوونکو د تګ راتګ مخنیوی وشي؛ خو تراوسه مو دا غوښتنه نه ده منل شوې.))

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي، د خلکو اندېښنه پرځای بولي او فکر کوي چې زورواکو د پوستو په جوړولو او د زیاتو ساتونکو په ګومارنې سره، دې ساحې ته د جګړې د ډګر رنګ ورکړی دی.

 نوموړي وویل: (( موږ له اړوندو چارواکو غواړو چې د مکروریانو اوسېدونکو ستونزو ته لاسرسی وکړي او اجازه ور نه کړي چې د زورواکۍ او د خلکو ځورونې فرهنګ دوام ومومي.))

د کابل پولیسو د ۱۶ مې حوزې امرسمونمل محمد اصغر جهش چې د لومړي مکروریانو ساحه یې هم اړوند ده، وویل: (( په رښتیا د لومړي مکروریانو چاپیریال یو اندازه پوځي بڼه اخیستې او د خلکو په روحیه یې ناوړه اغېز کړى دی.))

هغه زیاته کړه: ((موږ له خلکو غواړو چې خپل شکایت په کتبي ډول پارلمان ته واستوئ؛ ځکه ډېری کسان چې خلک ترې سرټکوي د پارلمان وکیلان دي او پارلمان دې له خپل ادرسه دې شکایت ته رسېدنه وکړي.))

 د کابل پولیسو یاد چارواکي یادونه وکړه چې د استوګنې دې ساحه کې د زیات شمېر ساتوونکو د تګ راتګ مخنیوي لپاره، په جال او اغزن سیم د دې ساحې احاطه کول او په دروازو کې د څو امنيتي پوستو جوړېدل کېدای شې دې ستونزې ته د حل یو لار وي او دا طرحه باید د خلکو او چارواکو له لوري وڅېړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه