ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار دشت کلا ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو ونيوله

د تخار دشت کلا ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو ونيوله

author avatar
31 May 2018 - 11:07
د تخار دشت کلا ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو ونيوله
author avatar
31 May 2018 - 11:07

تالقان (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٧) : د تخار دشت کلا ولسوالۍ چې تېره ورځ دوه بجې طالبانو نیولې وه له څو ساعتونو وروسته بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونیار عبدالخلیل اسير د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې سیمې ته د مرستندويه امنیتي ځواکونو له را رسېدو سره سم یاده ولسوالۍ يې بېرته و نيوله.

اسیر وايي چې طالبان بېرته خپلو پخوانیو سیمو ته په شا تمبول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغه اته ساعته جګړه کې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي، درې ټپيان دي او د قوماندان ضابط علم په ګډون لس پاڅون کوونکي طالبانو نيولي دي.

د هغه په خبره چې په جګړه کې شلو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. خو طالبانو دولت ته د لاډېرو تلفاتو او زیانونو اړولو ادعا کړې ده.

د سیمې يوه اوسېدونکي شرافت پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبان د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ  او د ملي امنيت ودانۍ له سوځولو وروسته له ښاره ووتل.

نوموړی وايي چې اوس مهال طالبان د امو سيند پر غاړه ځنګلونو کې دي.

د هغه په وينا، که امنيتي ځواکونه خپلو عملیاتو ته دوام ور نه کړي او دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه نه کړي شونې ده چې دغه ډله بېرته خپلو خوځښتونو ته دوام ورکړي.

خو د تخار امنيتي چارواکي وايي چې  پیل شوي عمليات به ددغې ولسوالۍ تر بشپړه پاکېدو پورې دوام وکړي .

وسله والو طالبانو پرون ددې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړى و، خو د بېرته پرېښودلو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.