کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧ ) : د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو يو شمير اوسېدونکو د وسله والو طالبانو له خوا هم د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلى وکړ او د غځولو غوښتنه يې وکړه.
د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوربند تر اعلان وروسته، وسله والو طالبانو هم نن د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى، خو بهرني ځواکونه يې ترې مستثنى کړي دي.
تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه د اختر تر پنځمې نېټې پورې وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړى، خو داعش، القاعده او نورې نړيوالې ترهګرې ډلې يې ترې مستثنى ګرځولي وو.
ننګرهار مېشتی مدني فعال او د نظر خاوند بادام ظريفي له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د اوربند له دې چانس څخه ګټه پورته کړي او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، نړيواله ټولنه هم بايد د دغه اوربند هرکلی او ملاتړ وکړي او افغان حکومت دې دغه راز د اوربند د اوږدېدو لپاره زمينه برابره کړي.
د نورستان اوسېدونکی مولوي امان الله عنايت هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام غوښتنونکی دی.
دی وايي، د اوربند په دغو ورځو کې بايد حکومت او طالبان دواړه د اوربند اصولو ته ژمن پاتې شي.
د لغمان مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی ميرزا محمد وايي، ولس د جګړې له دوامه په تنګ شوي او دې اوربند ته د نوي پيغام په سترګه ګوري.
هغه له حکومت او طالبانو غواړي چې اوربند ته دې دوام ورکړي او د سولې خبرې اترې دې پيل کړي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی سيد محمد وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د اوربند اعلان دا په ډاګه کوي، چې دغه ډله هم د سولې خبرو ته لېواله ده.
د هغه په خبره، له شته فرصت څخه په استفادې بايد حکومت او وسله وال طالبان د دايمي اوربند او سولې راتلو په موخه د باور فضا په رامنځته کولو کار وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل، سږ کال يې يو اختر دوه اخترونه شول او هيله کوي، چې دواړه لوري دې په بشپړ ډول رامنځته شوی اوربند مراعات کړي.
د مزار شريف د درېيمې ناحيې اوسېدونکی احمد فرهاد هم د طالبانو له لوري د اختر درې ورځو اوربند اعلان ته خوشبين دی؛ خو زياتوي چې که دغه اوربند يوه اونۍ وای؛ نو لا به خلک باوري شوي وای، چې ښه نيت موجود دی.
د عزيز احمد په نوم د هلمند د لښکرګاه ښار اوسېدونکى وايي، ټول ولسونه د حکومت او طالبانو له خوا د دې محدودو ورځو لپاره د اوربند پر اعلان خوښ دي.
د هغه په وينا، پخوا تش په نوم د اوربند خبرې شوې، خو بيا عملي شوې نه دي.
ده هيله څرګنده کړه چې دا ډول اوربندو نه به دوامداره سولې ته زمينه برابره کړي.
د خوست يوه اوسېدونکي سميع الله لمر پژواک اژانس ته وويل، د دې اوربند پايلو ته له دې امله خوشبين دی چې په تېرو ۱۸ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دوه اړخيز اوربند اعلانوي.
نوموړي زياته کړه: ((د دې اوربند په اعلان سره موږ ته ۶۰ سلنه دا هيلې پيدا شوې چې ان شاءالله په افغانستان کې به ډېر ژر سوله راشي. دا اوربند د سولې لومړۍ نښې او هيلې دي.))
د دې ولايت يوې مدني فعالې زيبا بارکزۍ هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياد اوربند وستايه او هيله يې څرګنده کړه چې دا اوربند پر دايمي اوربند بدل شي او په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
هغې وويل: ((زما نظر دا دی چې دا اوربند په هېواد کې دايمي اوربند ته لاره هواروي. زه هيله منه يمه چې ورو، ورو هغې ورځې ته نږدې کېږو، په کومه ورځ به چې ان شاءالله په افغانستان کې تلپاتې سوله راځي)).
د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوي او له هغوی غوښتنه کوي چې اوربند لا پسې وغځوي.
د کندهار ښار د میرویس مېنې اوسېدونکي جاوید احمد پژواک ته وویل، د طالبانو له خوا د اوربند اعلان بې ساری ګام دی چې خلک یې ډېر خوشحاله کړي دي.
هغه وايي، که څه هم درې ورځې کمه موده ده، خو غوښتنه یې دا ده چې دا لړۍ پسې وغځول شي او په هېواد کې سولې ته لاره هواره شي چې له کلونو راهیسې د ټول ولس غوښتنه ده.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي صبغت الله پژواک اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو له کلونو وینې تویولو وروسته یواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ چې خلکو یې په پراخه توګه هرکلی کړی دی.
دی وايي، دغه حالت دا ثابتوي چې خلک څومره جګړې ځپلي او څومره د ارام ژوند په ارمان دي.
د باميانو اوسېدونکى محمد نسيم رفيعي هم د طالبانو دغه کار ستايي چې د علماوو غوښتنې ته يې مثبت ځواب ووايه او اوربند يې اعلان کړ.
هغه زياته کړه، طالبان د همدې هېواد اوسېدونکي دي او اړينه ده چې ورسره سوله وشي.
د کندوز اوسېدونکى رحيم الله بيا له طالبانو غواړي چې د دايمې اوربند لپاره زمينه برابره کړي، څو هېوادوال له جګړو خلاص شي.
د فارياب يو اوسېدونکى احمد خالد طنين هم د طالبانو د اوربند د اعلان هرکلى کوي او زياتوي چې جګړه د هېچا په ګټه نه ده.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د اوربند موده وغځوي او د خبرو اترو له لارې د روانې شخړې لپاره کار وکړي.
د نيمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکى نجيب الله هم د طالبانو او دولت له خوا د اوربند د اعلان هرکلى کوي او زياتوي چې د څلورو لسيزو جګړو له هېوادوالو ډېرې قربانۍ اخيستي او خلک په سختو ستونزو کې ژوند کوي.
د فراه ښار اوسېدونکى امين الله وايي، لنډمهاله اوربندونه ګټه نه کوي او پر دوامداره اوربند يې ټينګار وکړ.
همداراز د فراه ښار يو بل اوسېدونکى محمد داوود د دولت او طالبانو له خوا د لنډمهالي اوربند د اعلان په اړه وايي: "ان شاءالله دغه پرېکړه هېواد کې د روان ناورين د پاى ته رسېدو، سولې او ټيکاو لپاره يو نېک او مثبت ګام دى."
دى له دولت او طالبان غواړي چې دغه اوربند وغځوي.
هغه هيله څرګنده کړه چى دغه لنډمهاله اوربند د تلپاتې سولې لپاره پيلامه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










