منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

تاجکستاني موټر چلوونکي : شېرخان بندر کې راڅخه ناقانونه پيسې اخيستل کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کندوز ښار(پژواک،٢٠غبرګولى٩٧): د کندوز په شېرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان د لويو موټرو چلوونکي شکايت کوي چې د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو استازي ترې په غيرقانوني ډول پيسې اخلي.

دغه موټر چلوونکي ادعا کوي چې په دې بندر کې د ترافيک، پوليس، د ترانسپورټ او د شېرخان بندر تصدۍ د استازو له لوري ترې په غير قانوني ډول پيسې اخيستل کيږي.

د تاجکستان موټر چلوونکي ګواښ کوي چې که د دې غيرقانوني پيسو اخيستو مخه ونه نيول شي، دوى نور حاضر نه دي چې شېرخان بندر ته سوداګريز توکي راوړي.

خو بل لورته چارواکي بيا د دې موټر چلوونکو څرګندونې ردوي او وايي چې يواځې قانوني پيسې ترې اخيستل کيږي.

په شېرخان بندر کې د تاجکستان د لويو موټرو د چلوونکو مشر هادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې مسير کې د غيرقانوني پيسو له ورکولو تنګ شوي او له افغان حکومتي چارواکو غواړي چې مخه يې ونيسي.

هغه وايي: (( د بېلابېلو ادارو په نوم له موږ څخه ٢٢٠ ساماني چې ٤٠ ډالره کيږي، په غير قانوني ډول اخيستل کيږي، که يې مخه ونه نيول شي، موږ حاضر نه يو نور په دې لين کې تګ راتګ وکړو.))

دغه راز د فيروز په نوم د تاجکستان يو بل موټر چلوونکي پژواک ته وويل، کله چې د افغانستان خاورې ته دننه شي نو د غير قانوني پيسو ورکړې ته اړ ايستل کيږي.

هغه وايي: ((زه نه پوهيږم دا څه ډول قانون دى، همدا چې دې خاورې ته داخل شو له موږ څخه پيسې اخيستل کيږي، بېخي در په دره يې کړو، که يې مخه ونه نيول شي، موږ نور په دې لين کې تګ راتګ نه کوو، افغان حکومت بايد زموږ دغه ستونزه جدي ونيسي او حل يې کړي.))

بل لورته افغان موټر چلوونکي هم ورته شکايت لري.

د افغان موټر چلوونکو په استازيتوب نورالدين پژواک ته وويل چې د کندوز-شيرخان په مسير کې ترانسپورټ، پوليس، ترافيک او ښاروالۍ له دوى څخه غير قانوني پيسې اخلي.

هغه وايي: (( څوک سل افغانۍ اخلي، څوک دوه سوه افغانۍ غواړي، چور يې شروع کړى که پيسې ورنه کړې، بيا اجازه نه دي درکوي او ځيني وختونه موټر چلوونکي وهل شوي هم دي.))

دغه راز په شېرخان بندر کې د سوداګرو استازى هم وايي چې د امنيتي ستونزو ترڅنګ موټر چلوونکي د غير قانوني پيسو له ورکړې سره مخ دي چې بايد مخنيوى يې وشي.

شېرخان بندر کې د سوداګرو د اتحاديې مدير شېرمحمد استوار پژواک ته وويل چې ددې ستونزې د حل په موخه يې څو ځلې د سوداګرۍ له وزارت څخه مکتوب ور وړى، خو د غيرقانوني اخاذيو ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

هغه وايي: (( کله چې د تاجکستان موټر چلوونکي دلته غيرقانوني پيسې ورکړي نو بيا هغوى د سوداګريزو توکو نرخ لوړوي چې بيا تاوان يې عامو خلکو يعنې اخيستونکي او مصروفونکي ته ده.))

استوار ګواښ کوي چې که حکومت دغه ستونزه هواره نه کړي، نو کېداى شي موټر چلوونکي په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

خو بل لورته د شېرخان بندر د کميسارۍ مسوولين يادې څرګندونې ردوي.

د شېرخان بندر کميسار حفيظ الله همدم پژواک ته وويل چې د سرحدي پوليسو ترڅنګ په دې سيمه کې د هېڅ ادارې کارکوونکي له موټر چلوونکو څخه غير قانوني پيسې نه شي اخيستى.

هغه وايي چې د تاجکستان له لويو بارړونکو موټرو څخه ١٥٠ افغانۍ اخيستل کيږي چې په مقابل کې پارچه ورکول کېږي او دا قانوني پيسې دي.

دغه راز د شېرخان بندر د تصدۍ سرپرست نجيب الله نظري هم د موټر چلوونکو ادعاوې رد کړې او وايي چې د بندري خدمتونو د ترسره کولو لپاره له بارړونکو موټرو څخه ١٥٠ افغانۍ په قانوني ډول اخيستل کېږي.

همدارنګه د شېرخان بندر ښاروال محب الله وفا پژواک ته وويل چې د ښاروالۍ کارکوونکي په غير قانوني ډول له موټر چلوونکو څخه پيسې نه اخلي.

هغه وايي: (( موږ له موټر چلوونکو څخه يواځې د ښاري محصول پيسې اخلو چې هغه هم ډېرې کمې دي او په مقابل کې پارچه ورکوو چې دا نو بيا غيرقانوني نه دي، ځکه د حکومت بوديجې ته ځي.))

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ترافيکو مدير ډګروال قادرجيحون هم وويل چې د غيرقانوني پيسو اخيستو مخه بايد ونيول شي.

هغه وويل: (( که زه کوم ترافيک په دې کار ګير کړم، هماغه لحظه کې له دندې ګوښه کوم.))

د يادونې ده چې د کندوز د شېرخان بندر ترڅنګ د افغانستان په نورو بندرونو، ښارونو او لويو لارو کې دغه ستونزه موجوده ده.

د يادې ستونزې د حل لپاره په بېلابېلو دولتي او خصوصي کچو غونډې جوړې شوي، خو لا هم دغه ستونزه په خپل ځاى ده.