هرات(پژواک۲۶ غبرګولی۹۷): د هرات ولايت په ځينو ولسواليو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي او خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات ولايت اوسېدونکي وايي چې له ډېر وخت راهيسې د شپې له اوو يا اتو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي.
شينډنډ، زېرکوه، پشت کوه، زاول، کوه زور، ادرسکن، پشتون زرغون، اوبه، کرخ او کشک کهنه هغه ولسوالۍ دي چې د شپې له خوا په کې مخابراتي شبکې خپل فعاليتونه بندوي او له امله يې ددې ولسواليو اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.
د شينډنډ ولسوالۍ يوه هټۍوال عبدالحميد پژواک خبري اژانس ته وويل:" له څو کلونو راهيسې زموږ په ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو انتنونه پرې شوي، زموږ د شاوخوا ولسواليو هم چې پخوا له شينډنډ سره يو ځای وې، لکه زېرکوه، پشت کوه، زاول هلته هم سل په سلو کې پرې دي، ځکه هلته ټول طالبان دي او د شپې له خوا شبکې خپل فعالتونه بندوي."
د شينډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شريف احمد پژواک ته وويل چې دغه ستونزه له کلونو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو ستونزه وه او تر اوسه هېڅ رسېدنه نه ده ورته شوې.
نوموړي زياته کړه چې په دغه ولسوالۍ کې د شپې له خوا د سهار تر شپږو بجو پورې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي چې دې کار خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هرات د کرخ ولسوالۍ اوسېدونکی جاوېد عزيز هم په خپلې ولسوالۍ کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د فعاليتونو له بندېدو څخه شکايت کوي او ويې ويل:" زموږ په ولسوالۍ کې ډېری وخت د شپې له ۱۰ د سهار تر شپږو بجو پورې مخابراتي شبکو فعاليتونه بندېږي او نه پوهېږم چې ولې او طبيعي ده چې موږ ته يې ستونزې رامنځ ته کړې دي. "
د اوبه ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محبوب هاشمي له دولت څخه وغوښتل چې دې ستونزې ته دې په جدي توګه رسېدنه وکړي.
په ورته وخت کې په هرات کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست چارواکي وايي چې يو شمېر مخابراتي شرکتونه د طالبانو د ګواښونو له امله د شپې له خوا خپل فعاليتونه بندوي.
د هرات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست سرپرست عزيز الرحمن طيب پژواک ته وويل چې اوسمهال په هرات کې د مخابراتي شرکتونو له ۵۰۰ډېر انتنونه او ټاورونه شتون لري چې ځينې يې د امنيتي ګواښونو له امله د شپې له خوا په پشتون زرغون، اوبه، کرخ، شينډنډ، ادرسکن او کشک کهنه ولسواليو کې خپل فعاليتونه بندوي.
د هرات ولايت د مخابراتو رياست د اترا يا مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې ددفتر مسوول زمري همدرد هم ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د مخابراتي شبکو د انتنونو پروړاندې امنيتي ګواښونو له امله اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې په يو شمېر ولسواليو کې د مخابراتي شرکتونو له خاوندانو څخه باج غواړي او که باج ور نه کړي، انتنونه يې ورته سوځوي.
د هغه په وينا، له بلې خوا ښايي طالبان په ولسواليو کې ځينې عمليات ولري او له دې امله نه غواړي چې مخابراتي شبکې دې فعاليت ولري.
د اترا ددفتر مسوول زياته کړه چې هغوی څو څو ځله د هرات پوليسو ته د طالبانو او وسله والو کسانو له خوا د مخابراتي شرکتونو پروړاندې د ګواښونو په اړه خبر ورکړی، خو هغوی دې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې.
نوموړي دغه راز وويل، د هغه تړون له مخې چې په ۱۳۹۰لمريز کال کې د مخابراتو او کورنيو چارو وزارتونو ترمنځ لاسليک شو، امنيتي ځواکونه اړ دي چې د مخابراتي انتنونو امنيت خوندي کړي، خو لېدل کېږي چې امنيتي ځواکونو په دې برخه کې چندان همکاري نه ده کړې.
خو د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وويل چې د مخابراتي انتنونو د امنيت خونديتوب د عامه نظم پوليسو دنده ده او ملي پوليس په دې اړه هېڅ مکلفيت نه لري.
د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه د عامه نظم پوليسو نظر واخلي خو بريالی نه شو.
خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې د مخابراتي انتنونو پروړاندې امنيتي ګواښونه، د هېواد په ټولو ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو له ځنځريزتوبه را ولاړ شوي دي.
هغه زياته کړه، له دې سره سره په ياد ولايت کې امنيتي ارګانونه چمتو دي چې د مخابراتي شبکو پروړاندې هر ډول ګواښ ته رسېدنه وکړي.
خو په هرات کې د اترا ادارې مسوول وايي چې له دوو کلونو راهيسې په هرات کې د مخابراتي شبکو نږدې ۷۰انتنونه له ګواښ سره مخ دي چې له دې څخه ۱۳انتنونه سوځول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










