منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.و
۸°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ خلک : پراخه سيندونه لرو خو د برېښنا له نعمته بې برخې يو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۱ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٧) : د کونړ ولايت اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د پراخو سيندونو او اوبو شتون سره سره دوى د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي .

دوى وايي، حکومت په دې اړه  څو ځلې ژمنې کړې، خو تر اوسه يې عملي کړي نه دي او غوښتنه کوي چې په کونړ ولایت کې دې د برېښنا ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار د دم کلي اوسېدونکى ضياء الحق   وايي چې دې ولايت ته راغلو ټولو چارواکو د برېښنا بندونو د جوړولو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه يې يوه هم نه ده عملي کړي.

هغه زياته کړه، د برېښنا د نشتوالي له امله خلک له بېلا بېلو ستونزو سره مخ  دي او د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي.

د دى  ښار يو بل اوسېدونکى عزت الله وايي چې د برېښنا نشتوالي ددوى ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او پر کاروبار يې هم ناوړه اغېزه کړې ده.

 نوموړي په وينا، په کومه ورځ چې لږه  برېښنا هم ولري، نو دوه زره افغانۍ ګټه کوي او چې برېښنا نه وي، بيا هېڅ ګټه نه کوي.

عزت الله وايي، اوس اسعداباد په ښار کې يو تن شخصي جنراتور لګولى، خو لګښت يې ډېر زيات دى او دوى يې نه شي ورکولى.

ده زياته کړه : (( له دې برېښنا څخه چې استفاده وکړو، نو دومره ګټو چې ددوکان کرايه ورکړو، نور څه نه راته پاتې کېږي.))

ددې ولايت يو بل اوسېدونکى مولوي سيدولي الله بيا له حکومت څخه غواړي چې دوى ته هم د نورو ولايتونو په څېر وارداتي برېښنا ورکړي.

د هغه په وينا، که چېرې حکومت دا کار نه شي کولى، بيا دې د کونړ پر سيند بندونه جوړ کړي چې خلک له خپلو اوبو څخه خپله برېښنا ولري.

نوموړی وايي، د چين دې کور ودان وي چې د لمريزې يا سولري برېښنا ښيښې يې جوړې کړې چې ورسره د خلکو ډېره ستونزه هواره شوې ده.

د حيات الله په نامه يو تن قومي مشر وايي، دې ولايت ته چې هر  والي او يا وزير راغلى؛ نو د برېښنا ژمنې يې کړې دي، خو ټولو د روغ ويلي او هېڅ يې نه دي کړي.

ددې ولايت د شيګل ولسوالۍ اوسېدونکى فضل واحد افکاري وايي، د ټاکنو پر مهال د کونړ برېښنا د کانديدانو د کمپاين د سر ټکى وي، خو چې ټاکنې تېرې شي بيا ترې هېره وي.

د هغه په وينا، د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دويمه دوره کې ددې ولايت د دسورطاق بند د جوړېدو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه هېڅ کار ونه شو.

افکاري وايي، ځېنو چارواکو د وارداتي برېښنا د لېږدولو ژمنې وکړې، خو په دې برخه کې هم تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.

د نرنګ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي اميدالله پژواک اژانس ته وویل چې په تېرو اتلسو کلونو کې حکومت په ځلونو د کونړ له اوسېدونکو سره ژمنه کړې چې لوى او واړه برېښنا بندونه به جوړوي، خو تر اوسه يواځې ژمنې پاتې شوي.

د هغه په وينا، که چېرې د سور طاق بند جوړ شي، نو ټولو ختيځو ولايتونو ته برېښنا ورکولى شي .

د کونړ دبرېښنا رييس انجنير عبدالله ولي د برېښنا په برخه کې د کونړ د خلکو ګيلې او شکايتونه پرځای بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال په دې ولايت کې ٣٥٠ کيلو واټه برېښنا توليدېږي چې يواځې ددولتي ادارو لپاره هم بسنه نه کوي.

د نوموړي په وينا، د اوس لپاره کونړ ولایت پنځوس (۵۰)میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

انجنير ولي زياتوي، کونړ ولايت ته د وارداتي برېښنا سروې  بشپړه شوې او هم د سب سټېشن لپاره ٣٠ جريبه ځمکه يې پيدا کړې او اسناد يې هم بشپړ شوي دي.

هغه وايي، د وارداتي برېښنا چارې به ډېر ژر پیل شي او د کونړ د خلکو د برېښنا په برخه کې شته ستونزې به هوارې شي.

د انجنير ولي په وينا،د کونړ پر لوی سيند په ډېرو ساحو کې د برېښنا بندونو جوړېدو ځايونه شته، خو د يوې هندي کمپنۍ له خوا په ۱۳۹۱ لمریزکال کې د دغه سیند د دوه ځایونو سروې چې یو يې د څاګۍ سیمه ده چې د (۳۰۰)میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او بله يې د اسمار ولسوالۍ د شال په سیمه کې چې د (۷۹۸)میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري .

خو هغه وايي چې دا بندونه بوديجې ته اړتيا لري او تر اوسه ورته بوديجه نه ده پيدا شوې.

د هغه په وينا، د پېچ درې پرسیند د مناګي په سیمه کې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د دوه اعشاریه یو (۲،۱ )میګا واټ  برېښنا بند جوړېدو چارې پېل شوې چې د قرارداد له مخې بايد په څلورو کلونو کې بشپړ شي چې  اوس يې شل سلنه کار پاتې دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه