منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۲ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د څلورو وژل شوو پوليسو مور: مسوولين راته وثيقه نه جوړوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

ترينکوټ ( پژواک، ٣٠ غبرګولی ۹۷) د اروزګان ولايت معيوبين او د شهيدانو وارثين وايي  چې مسوولين د هغوى حقوق په وخت نه ورکوي او د مرستې پر ځاى ورته ستونزې جوړېږي.

د اروزګان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست کې تر ۱۰۰۰ زيات معيوبين او د شهيدانو وارثين راجستر دي  چې د همدې ادارې له خوا ورته حقوق ورکول کېږي.

معيوبين او د شهيدانو وارثين وايي چې له تېر يوه کال راهيسې ورته حقوق نه دي ورکړل شوي او په بېلا بېلو پلمو ځنډول کېږي.

قمرګله چې د پاخه عمر لرونکې مېرمن ده او څلور ځوان زامن يې له تېرو څو کلونو راهيسې په جګړو کې له لاسه ورکړي،وايي له دووکلونو راهيسې د خپلو شهيدانو حقوق يې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده.

هغه چې د کار او ټولنيزو چارو رياست مخې ته ولاړه وه، پژواک اژانس ته وويل چې غږ او فرياد يې هېڅوک نه اوري او نه يې ستونزې ته پاملرنه کېږي.

دغه مېرمن وايي، د پوليسو په ليکو کې يې څلور زامن له لاسه ورکړي او د دوو نږورګانو په ګډون د شپږو لمسيانو او د کورنۍ د اتو نور غړو سرپرستي ور په غاړه ده.

د قمرګلې په وينا، دوه ځلې تر مرکز کابل پورې هم تللې او ترينکوټ کې يې لسګونه ځلې د اړوندو ادارو دروازې ټکولې، خو په وينايې تردې مهاله د هغې د وژل شوو زامنو وثيقې نه دي جوړې شوې او حقوق يې نه دي ترلاسه کړي.

د څلورو وژل شوو پوليسو دغه مور وايي چې نور نو هره ورځ ادارو ته د تللو څخه ستړې شوې او ورځ تر بلی ېې پر دولت باور کمېږي.

د قمرګلې ترڅنګ ددې ولايت ګڼ شمېر نورې کورنۍ له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .

له چورې ولسوالۍ څخه راغلی عبدالله جان وايي چې اته مياشتې مخکې يې دولسوالۍ داختر په کلي کې د ملي دفاع وزارت په بمبار کې يې مېرمن ، دوه لوڼې او يو زوى له لاسه ورکړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د کورنۍ د وژل شوو غړو د وثيقو په جوړولو تېرې کړي، خو د اسنادو د بشپړېدو وروسته تردې مهاله هغه ته د شهيدانو حقوق نه دي ورکړل شوي.

د عبدالله په وينا، د وثيقو جوړولو پر مهال عدلي او قضايي، امنيتي، کشفي او ملکي ادارو ورته بېلابېلې ستونزې جوړې کړې او يو شمېر مامورينو ترې د رشوت غوښتنې هم کړې دي.  

دى وايي، تر ډېرو کړاوونو وروسته يې وثيقې جوړې کړې، خو تر اوسه يې پيسې ورته نه دي ورکړي.

د شهيدانو د کورنيو ترڅنګ ددې ولايت معيوبين هم نيوکه کوي چې حقوق يې پر وخت نه ورکول کېږي .

ګل محمد چې د ماين په يوه چاودنه کې يې پښه له لاسه ورکړې او د کورنۍ سرپرستي هم تر غاړې ده وايي، له تېر يوه کال راهيسې ددوی اړوند حقوق نه دي ورکړل شوي او لسګونه ځلې په همدې موخه رياست ته راغلى دى.

د اروزګان ولايتي شورا هم واييچې د شهيدانو وارثين او معيوبين هره ورځ د ستونزو د حل په موخه ورته مراجعه کوي او ددوی په اړه يې له اړونده ادارو سره هم خبرې کړې دي.

د ولايتي شورا منشي عبدالکريم خادمزي پژواک اژانس ته وويل، وروستيو جګړو او ماين چاودنو  معيوبين او وارثين زيات کړي دي.

د هغه په وينا، ولايتي شورا تل هڅه کړې چې دا ډول ستونزې له مسوولينو سره شريکې او ورته د حل لاره پيدا کړي.

اروزګان کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رييس فضل الرحيم پژواک اژانس ته وويل،دوى ته يواځې د زرو کسانو حقوق ورکول کېږي، خو په اروزګان کې دا شمېر تر درېيو زرو زيات دى.

د هغه په وينا، دوى بيا دغه حقوق د قرعه کشۍ له مخې ورکوي چې له امله يې يو شمېر کسان پاتې کېږي.

د کار، او ټولنيزو چارو رييس وايي، وزارت امر کړى چې د شهدانو وارثين او معيوبين بايد بايوميټرګ شي، خو په دې ولايت کې د نا امنيو له امله دا پروسه پاتې ده چې له امله يې حقوق نه دي ورکړل شوي.

فضل الرحيم وويل، هره ورځ ددوی رياست ته د شهيدانو وارثين ، معیوبين او معلول کسان مراجعه کوي خو وايي، ترڅوچې ددوی د بايو ميټريک ټيم ترينکوټ ته رانه شي او ياهم مراجعين مرکز کابل کې راجستر نه شي  ستونزې يې نه هوارېږي.

د اروزګان ولايت مقام هم مني چې نا امنۍ او ورسره د لارو بندښت ددې لامل شوی چې د کار ټولنيزو چارو وزارت څخه د راغلي پلاوی د ځنډ لامل شي.

د اروزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان پژواک ته وويل،ددغه ولايت او کندهار ترمنځ لويه لاره نا امنه او ملکي پروازونه هم ځنډېدلي دي، خو دوی به هڅه وکړي چې د نظامي الوتکو له لارې دغه کسان اروزګان ته را انتقال کړي او د خلکو ستونزه هواره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه