اسعداباد (پژواک،٤چنګاښ٩٧): د کونړ ولايت له مرکز څخه هم د سولې يو کاروان پلى کابل ته روان شو.
په دغه کاروان کې لسګونه ځوانان دي چې نن يې له مرکز اسعد اباد څخه د کابل پر لور پلى حرکت پيل کړ.
ددې ځوانانو له ډلې څخه نعمت الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى اساسي غوښتنه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله ده.
هغه زياته کړه: (( موږ په هېواد کې اوربند او سوله غواړوو.))
د ساپي په خبره، بهرنيو لاسوهنو په هېواد کې جګړه دوامداره کړې چې بايد مخه يې ونيول شي.
ده وويل: (( موږ په کابل کې د هلمند د سولې کاروان له غړو سره يو ځاى کېږو او په ګډه به د سولې د راتګ لپاره مبارزه کوو.))
دغه راز د دې کاروان يو بل ګډونوال همدرد پژواک ته وويل چې په هېواد کې له روانې جګړې څخه ټول ستړي شوي او د سولې غوښتنه کوي.
ده زياته کړه: ((زه له طالبانو او حکومت څخه غواړم چې د جګړې پرځاى د سولې لپاره خبرې اترې پيل کړي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې له هلمند او پېښور څخه د سولې کاروان ځوانان کابل ته رسېدلي دي چې دا مهال د هلمند د سولې کاروان غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته پرلت وهلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن