ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پر زرګونو هکتاره ځمکه د جلغوزيو او چهارمغزو نيالګي ايښودل کېږي

د خوست پر زرګونو هکتاره ځمکه د جلغوزيو او چهارمغزو نيالګي ايښودل کېږي

author avatar
27 Jun 2018 - 10:24
د خوست پر زرګونو هکتاره ځمکه د جلغوزيو او چهارمغزو نيالګي ايښودل کېږي
author avatar
27 Jun 2018 - 10:24

خوست ښار (پژواک، ٦چنګاښ ۹۷): د خوست والي وايي چې په راتلونکو دريېو کلونو کې به ددې ولايت په بېلابېلو ولسواليوکې پر ۸۲۵۰ هکتاره ځمکه د جلغوزيو او غوزانو (چهارمغزو) نيالګي کېښودل شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د پلان له مخې لومړی ۶،۶ ميليونه د جلغوزيو او چهارمغزو نيالګي توليدوي او بيا به د ځنګل لرونکو ولسواليو پر اوسېدونکو ووېشل او بيا کېښودل شي.

د نوموړي په وينا، دغه نيالګي به د تڼيو، سپېرې، موسی خېل، ځاځي ميدان او قلندر ولسواليو اړوند پر ۸۲۵۰ هکتاره ځمکه چې لومړی به د انجنيرانو له لوري سروې شي، کېښودل شي.

والي زياتوي: ((د همدې لپاره په ۲۲۰ جريبه ځمکه کې د نيالګيو ۱۱۰۰ قوريې جوړېږي او په دريېو کلونو کې به ۶.۶ ميليونه نيالګي توليد شي چې نيمايي به جلغوزي او نيم به يې چهارمغز وي.))

هغه وويل، دا د افغان دولت له هغو هڅو څخه يوه ده چې غواړي د افغانستان ځنګلونه تر ممکنه بريده بياورغوي، ځکه چې ځنګلونه له سترو طبيعي پانګو او مالي سرچينو څخه ګڼل کېږي.

والي وايي چې د يادې پروژې د پلې کېدو لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ۳.۶ ميليونه ډالر ځانګړي شوي او له امله به يې شاوخوا ۸ زره کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شي.

حکم خان حبيبي همدارنګه وويل چې په دې سره به نه يواځې د چهار مغز او جلغوزيو محصولات ډېر شي، بلکې په چاپېريال ساتنه کې به هم مهمه ونډه ولري.

نوموړي امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې نه يواځې د بيارغېدونکوځنګلونوساتنه وکړي، بلکې هغه کسان هم ونيسي چې همدا اوس پر ځنګل وهنه بوخت دي.

حبيبي وويل: ((امنيتي نهادونو ته مې جدي هدايت دا دی چې د قوانينو په رڼا کې د هرهغه عمل مخه ونيسي چې چاپېريال ته زيان رسوي. ويې نيسئ، د قانون منګولو ته يې وسپارئ او محاکمه يې کړئ.))

په ورته وخت کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل، په طبيعي ډول د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو غرونه د جلغوزيو او چهارمغزو د ودې او حاصل لپاره ډېر مناسب جوړ شوي.

د نوموړي په وينا، د جلغوزيو او چهارمغزو پر ګټو خلک پوهېدلي او د بيارغونې يې ډېره لېوالتيا لري، ځکه د دې ولايتونو يو شمېر خلک د جلغوزيو او چهارمغزو له حاصلاتو ډېرې پيسې ترلاسه کوي.

ده زياته کړه: ((موږ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې همدا اوس يوه قوريه جوړه کړې چې ۱۰ زره نيالګي مو په کې روزلي، خو نورو ځايونو ته مو انتقال کړي چې پايله يې سره له اوسه ګټوره ښکاري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.