ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د تخار د نفوسو احوالو د ثبت ادارې څلور کارکوونکي تښتولي

وسله والو د تخار د نفوسو احوالو د ثبت ادارې څلور کارکوونکي تښتولي

author avatar
2 Jul 2018 - 19:10
وسله والو د تخار د نفوسو احوالو د ثبت ادارې څلور کارکوونکي تښتولي
author avatar
2 Jul 2018 - 19:10

تالقان(پژواک،١١چنګاښ٩٧): وسله والو طالبانو د تخار د نفوسواحوالو د ثبت ادارې څلور کارکوونکي له خواجه غار ولسوالۍ څخه بيولي دي.

ددغې ادارې د تدکرو د وېش امر امین الله نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا دوه بجې د دوی څلور کارکونکي د پېژندپاڼو د وېش لپاره د یادې شوې ولسوالۍ تایمني سیمې ته ورغلي وو چې د طالبانو له لوري بيول شوي دي.

دی وايي چې د نفوسو د احوال ثبت ادارې نيول شوي کارکوونکي، د مخورو او قومي مشرانو په ضمانت سیمې ته ورغلي وو.

د هغه په خبره، چې له ضمانت کوونکو سره د دوی خبرې دوام لري چې ورته د حل لار ومومي.

خو په همدې مهال بیا ددغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال نظام الدین غوري پژواک ته وويل چې کېدای شي د نفوسو د احوال ثبت ادارې دغه کارکوونکي د زورواکانو له لوري بيول شوي وي.

غوري وايي، په هغه سیمه کې چې دغه کار کوونکي برمته شوي، طالبان شتون نه لري او د دغې ولسوالۍ د امنو سیمو په کتار کې راځي.

نوموړی وايي چې ددغې موضوع د څېړلو لپاره د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.