ترينکوټ (پژواک، ١٢چنګاښ ۹۷): د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په اروزګان ولايت کې د اوبو د يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس انجنير زلمي الکو د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پروژې د کار پر مهال به هره ورځ د سيمې لسګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابرېږي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژې ٧ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
الکو وايي چې د ياد سربند او کانال استنادي دېوال چې د ترينکوټ ښار په غزنيګکي سيمه کې جوړېږي، ۵۴۳ اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې سلګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.
د اروزګان ولایت مقام مالي او ادارې رییس عبدالجلیل وایي، د دې ډول پروژو په پلې کېدو سره به له یوې خوا د سیمې بې روزګاره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي او له بلې خوا به خلک له جګړې لاس واخلي.
د نوموړي په وينا، دولت په پام کې لري چې دې ته ورته نورې پروژې هم په سيمه کې پلې کړي.
د همدې سيمې يوه اوسېدونکي تورجان پژواک اژانس ته وويل ټول خلک بې روزګاره دي او دولت هغوی ته هېڅ د کار کولو زمينه نه ده برابره کړې.
هغه زياته کړه چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به خلکو ته د کار زمينه برابره او کروندو ته اوبه هم ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










