لښکرګاه(پژواک،٢٤چنګاښ۹۷): هلمند کې تر ٣٠ کلونو وروسته د پيوند او مصنوعي القاح په پايله کې د خرما ونو د پام وړ حاصلات کړي دي.
د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مدير رفيع الله قلم د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د دې ولايت په لارو، کوڅو او کورونو کې د خرما ونې په خپل سر راشنې شوې دي.
ده وويل: (( په دې دومره کلونو کې يې خرما نه وه نيولې، خو د سږکال په لومړيو کې د يو شخصي کرنيز بنسټ له لوري پيوند او مصنوعي القاح شول، نو دا دى اوس يې ښه حاصلات کړي دي.))
د هغه په وينا، دغه کرنيز بنسټ په دولتي ادارو، کورونو او سړکونو کې ١٥٢ ونو ته پيوند او مصنوعي القاح ورکړې چې د تمې خلاف يې ښه حاصلات کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د نورو سيمو ترڅنګ په خانشين کې د خرما د پنځه سوه ونو او په ګرشک ولسوالۍ کې د خرما ٢٥٠ ونو يو يو باغ شته دى.
ده زياته کړه: (( تر دې تجربې وروسته موږ پوه شولو چې د هلمند هوا او اقليم د خرما د ودې لپاره مناسبه ده ، نو موږ هم پلان لرو چې د دغه ولايت په دولتي ځمکو او فارمونو کې د خرما باغونه جوړ کړو.))
په دې اړه هلمند کې د ټولنيز او عامه پوهاوي موسسې مشر محمد حسن موسى زي پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې يې څو ځلې د خرما د ونو په برخه کې د کرنې وزارت ته پلانونه او طرحې ورکړې وې، خو د هغوى له لوري رد شوې وې.
ده زياته کړه: (( خو دا ځل مو په شخصي لګښت د خرما ١٥٢ ونې پيوند او القاح کړې، ترڅو حکومت ته وښيو چې دلته د خرما ونې حاصل ورکوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د هلمند د خرما د هرې ونې هر ښاخ که القاح شي نو هره ونه به ١٥٠ کيلو ګرامه خرما ونيسي.
ده زياته کړه: (( خو سږکال موږ د هر ونې لږ ښاخونه القاح کړي نو کېداى شي هره ونه د ٣٠ کيلوګرامه په شاوخوا کې حاصلات ورکړي.))
ده ژمنه وکړه چې د خرما د ونو د روزلو په برخه کې به د دغه ولايت خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.
موسى زي د کرنې وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې له ځنډ پرته دې د خرما باغونو د جوړېدو لپاره لاس په کار شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن