منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د عمر جامع جومات پاتې کار له درې کلن ځنډ وروسته پیل شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۷): د کندهار ښار د عمر بن خطاب جامع جومات د لومړي فاز پاتې کار له درې کلن ځنډ ورروسته نن پيل شو.

په دې مراسمو کې د کندهار والي زلمي ویسا، د افغان ساختماني دستګاه عمومی رییس انجنیر احمد ضیاء علیزي، چارواکو، دیني عالمانو، مخورو او سوداګرو ګډون کړی وو.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په تېرو کلونو کې د دغه جومات د لومړي فاز یواځې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي چې د بودیجې د نشتوالي او ځینو نورو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي وو.

هغه زیاته کړه، له درېوو کلونو ځنډ وروسته اوسمهال د دغه جومات د لومړي فاز پاتې کارونه پیلوي چې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ورته منظورې شوې دي.

د ده په خبره، په دغو پیسو کې به ۵۸ میلیونه افغانۍ پخوانیو پوروړو ته ورکړای شي او په پاتې ۹۲ میلیونه افغانیو به د جومات د لومړي فاز پاتې ۲۰ سلنه کارونه بشپړ شي.

ویسا وايي، په پاتې شل سلنه کارونو کې د جومات د منارونو، په بېلابېلو برخو کې د نارینه او ښځینه تشنابونو، د جامع جومات اړوند دفترونو، د اوبو زېرمه، سیپټیک څاه او نورو برخو جوړول شامل دي.

ده له افغان ساختماني دستګاه وغوښتل چې په پوره زړه سواندۍ د دغه جومات کارونه بشپړ کړي.

هغه خبر ورکړ چې د جومات د دویم او درېیم فاز د کارونو د پیلېدو لپاره د بودیجې منظوري په تدارکاتو کې ده.

نوموړی له ولسمشر څخه مننه وکړه چې کندهار ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او د دغه جومات د پاتې کارونو د پيلولو لپاره یې پیسې منظورې کړې.

د افغان ساختماني دستګاه عمومی رئیس انجنیر احمد ضیاء علیزي د ښار او کور جوړولو د پخواني وزیر سید منصور سعادت نادري، د کندهار د پخواني ښاروال او د ښار او کور جوړولو د اوسني سرپرست وزیر انجنیر روښان ولسمل او والي زلمي ویسا له هڅو مننه وکړه چې له ولسمشر څخه یې د دغه جومات د پاتې کارونو لپاره بودیجه وغوښته.

دغه راز هغه د دغه جومات په جوړولو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني ښاروال ارواښاد غلام حیدر حمیدي هڅې او مرستې نه هېرېدونکې وګڼلې.

ده زیاته کړه، په پوره توان هڅه کوي د دغه جامع جومات د رغولو چارې په ښه توګه ترسره کړي.

جامعه عمر چې اوس د عمر بن الخطاب جامع جومات په نوم يادېږي، بنسټ يې کلونه مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايښودل شوى و، چې د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.

د دويم ځل لپاره د دغه جومات د جوړولو کار په ١٣٨٩ لمریز کال کې پيل شو، خو بیا هم وځنډېد، درېيم ځل یې بیا د جوړولو چارې په ۱۳۹۲ کال کې پیل شوې چې د یوه کال په موده کې یې ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې.

دغه پروژه د جومات تر څنګ دوې نورې برخې د ديني زده کړو دارالعلوم او مارکېټ لري، چې اوسمهال يې يواځې د جومات د جوړولو چارې تر سره کېږي.

د عمر جامع د پروژې د لومړۍ برخې پر جوړولو شاوخوا ٣،٥ ميليونه ډالر لګښت راغلى چې  هغه مهال د حامد کرزي، کندهار ښاروالۍ او د دغه ولايت د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوي دي.

د هېواد د ښاري پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، د حضرت عمر فاروق جامع په درې جريبه ځمکه کې د ٣ پوړو په لرلو سره د ١٨ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښټ جوړېږي، چې د کندهار ښاروالۍ، کندهار مېشتو سوداګرو، او د حکومت له ځانګړې بوديجې ورکول کېږي.

د جومات يوه برخه د نارينه لمونځ کوونکو لپاره او بله برخه به يې د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې وي او دغه مسجد به په ډېر پرمختللي او عصري سيسټم جوړېږي، ١٥٠ عصري تشنابونه به لري، ٤ دنګې منارې او هره مناره به د ليفټ سيسټم لري، ګومبزه به يې له مسو جوړه وي، دېوالونه او فرش به يې په مرمرو پوښلي وي، په انټرنټ او مډرنو وسايلو به سمبال وي.

د يادونې ده چې د حضرت عمر فاروق جومات (جامعه عمر) اوس په هغه سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې په کې د کندهار يواځينۍ سينما ودانه وه، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو له خوا وسوځول شوه او تر ډېرې مودې يې تعمير همداسې ړنګ او سوځېدلى پاتې و.

د طالبانو له راتګ سره سم د همدې سينما پر ځمکه د يوې لويې جامع او مدرسې کار پيل شو، چې د عمر جامع په نوم ونومول شوه.

هغه مهالد جامع د رغونې کار يوې پاکستانۍ خيريه ادارې الرشيد ټرسټ پر غاړه واخيست او ويل کېدل چې په ټول هېواد کې به يوه وتلې او ستره جامعه (دار العلوم) وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه