منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار او کندهار کې د څلورو پروژو کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

جلال اباد کندهار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧) : په کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د بېلا بېلو پروژو چارې پيل شوې دي چې ورسره به د خلکو ستونزې هوارې او د کار زمينې برابرې شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په جلال اباد ښار کې د ۱۲ نيم ميليونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې دي.

هغه زياته کړه، دا پروژې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري پيل شوې چې په درېيمه ناحيه کې د ولسي تړون پروګرام له لوري پلې کېږي.

دى وايي، د پنځه ویشت سلنه ولسي ونډې په اخیستو سره د ۱۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت دغه پروژې به د څلورو میاشتو په موده کې  بشپړې شي .

د خوږياڼي په وينا، په دغو پروژو کې د ۱۴۸۰ متره په اوږدوالي دویمه درجه سړکونو رغول، د ۶۴۰ متره په اوږدوالي خامې ویالې او فلزي سرپوښونه جوړول او د ۱۰۰ متره په اوږدوالي پلې لارې په کانکریټي ډول پخول شامل دي.

د والي وياند وايي چې له دې پروژو سره به نږدې پنځه سوه کورنۍ په مستقیم او ۹ سوه کورنۍ په غیرې مستقیم ډول ګټه واخلي او لسګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.

د جلال اباد ښار ددرېيمې ناحيې يو تن اوسېدونکى عمران الله وايي چې د لارو او سړکونو د خرابوالي له امله د باران پر مهال خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو.

هغه وايي چې له دې پروژو سره به د خلکو دا ستونزه هواره شي.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د نږدې لس ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو د دوو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د کندهار والي زلمي ویسا ددې پروژو دپرانيستې پر مهال وويل چې  د اته ميليونه افغانيو په لګښت د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه يو کانال جوړېږي، دغه راز په ابراهيمزو کلي کې د ١٤ اوبيزو درواوز (واټر ګېټونو )بله پروژه شامله ده.

د هغه په وينا، يادې پروژې به د اوو میاشتو په بهير کې پاى ته ورسېږی او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه به ورسره خړوبه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه