اسعد اباد (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٧) : دکونړ والي وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د دوه سوه بستريز روغتون چارې پيل او د مناګي برېښنا بند کاربه په اوو مياشتو کې بشپړ شي.
والي عبدالستار ميرزکوال دغه څرګندونې د چنګاښ په ٣٠مه، د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې څو ورځې مخکې يې په کابل کې ولسمشر اشرف غني او يو شمېر نورو چارواکو سره ليدلي او د کونړ په اړه يې ورسره تفصيلي خبرې کړې دي.
والي وويل، د عامې روغتياوزارت له لوري ورسره ژمنه شوې چې سږکال به په کونړ کې دوه سوه بستريز روغتون ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شي چې پنځه ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
هغه زياته کړه چې د مناګي برېښناکوټ چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې يې چارې پيل شوې وې، خو د ځېنو ستونزو له امله يې کار په ټپه ولاړ و، بېرته پرې کار پيل شوى او په اوو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
ميرزکوال وويل،کونړ ته د وارداتي برېښنا مزي به هم د لسومياشتو په موده کې راوغځول شي .
د نوموړي په وينا، تخنيکي چارې بشپړې شوې او د مالي بوديجې لپاره يې نړيوال بانک ته اسناد لېږل شوي دي.
هغه دغه راز د اسعداباد پخواني برېښناکوټ چې د ۷۵۰ کيلو واټو په ظرفیت جوړ شوی و اوس يواځې د ۱۵۰ کیلوواټو ظرفیت برېښنا تولیدوي ، وويل چې د دې برېښناکوټ د ترمیم لپاره يې هم بودیجه منظور کړې او د پخوا په اندازه برېښنا به تولید کړي.
ميرزکوال زیاته کړه،ترهغه چې دغه برېښناکوټ او انتقالي برېښنا کونړ ته راځي د پنځه میګاواټو په اندازه به لمریزه برېښنا د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې رامنځته شي .
والي وايي، له نرنګ ولسوالۍ څخه تر نورګل ولسوالۍ پورې به د کونړ لوی سيند دواړو غاړوته د هندوستان په مالي مرسته د سيند مهارولو دیوال جوړیږي چې ۵۲۰۰ هکتاره ځمکه به د سیند د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي.
هغه وايي، د مرورې ولسوالۍ کانال منظوري هم شوې او دوولس زره هکتاره للمي ځمکه به په مروره ، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې خړوب کړي.
نوموړي د امنيت په اړه وويل چې د داعش ډلې له خوا حرکتونه شته خو ملي او دفاعي ځواکونو يې د ځپلو لپاره چمتوالی نيولی دى.
والي زياتوي، افغان امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پر وړاندې په نورګل ولسوالۍ مزار دره او څوکۍ ولسوالۍ په دیوګل دره کې عملیات تر سره کړي چې داعش ډله يې په دغو سیمو کې وځپله او یادې سیمې يې له دوی څخه د شتون څخه پاکې کړې دي.
ده وويل : ((موږ پلان لروچې د کونړ ولایت په ټولو هغو سیمو کې چې داعش او نورې وسله والې ډلې شته دي، وځپل شي .))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










