کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۷): د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي چې وچکالۍ سخت ځپلي دي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ د لوړې بند دې جوړ کړي.
د دغې ولسوالۍ قومي مشران او مخور چې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه ولایت مقام، ولایتي شورا او ولسمشر ته ورغلي، وايي د اوبو د کمښت له امله د خلکو کروندې او باغونه په وچېدو دي.
د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي خدایداد پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د وچکالۍ ستونزه په ټول کندهار کې ده خو ارغستان د هغو ولسوالیو له ډلې ده چې وچکالۍ سخته ځپلې ده.
هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو خپلې کروندې او باغونه خړوب کړي.
دی وايي، ارغستان ولسوالي د انارو ډېر باغونه لري چې سږنۍ وچکالۍ سر له اوسه زیانمن کړي او سږ کال به ډېر حاصلات و نه لري، په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.
د ده په خبره، د خلکو دغه ستونزه یې تر ولایتي ادارې او ولسمشر پورې رسولې او هغوی ژمنه کړې چې د دغې ولسوالۍ د لوړې بند به جوړوي او د اوبو ستونزه به حلوي.
د ارغستان یوه بل قومي مشر ملا اغا جان هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولسوالي په پراخه کچه د انارو باغونه لري خو د وروستۍ وچکالۍ له امله ډېر باغونه وچ شوي دي.
د ده په خبره، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي، خو وروستۍ وچکالۍ ډېر ځپلي دي.
هغه د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې خلک اړ شوي ان له یوې سیمې بلې ته د اته کیلومتره اوږد پایپ په وسیله اوبه ورسوي او خپلې کروندې او باغونه پرې خړوب کړي.
دی وايي کلونه کېږي چې چارواکو ورسره د ارغستان د لوړې بند د جوړولو ژمنې کړې خو پوره شوې نه دي.
دی له ولسمشره غوښتنه کوي چې د دغې ولسوالۍ د لوړې بند دې جوړ کړي چې په دې توګه به د پنځو ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
د کندهار د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم بارکزی وايي، د ارغستان ولسوالۍ قومي مشران د همدې ستونزې د حل په موخه څو ځلې ولایت مقام او ولایتي شورا ته ورغلي دي.
هغه زیاته کړه، څو ورځې مخکې دغو قومي مشرانو د ولایتي شورا له غړو سره یو ځای کابل ته سفر وکړ او دغه ستونزه یې مخامخ له ولسمشر او وزیرانو سره شریکه کړه.
دی وايي، ولسمشر له دغو مشرانو سره ژمنه وکړه چې د ارغستان د خلکو د اوبو د ستونزې د حل په موخه به د کرنې، کلیو پراختیا، انرژۍ او برېښنا وزارتونو ګډه کمېټه جوړه او د چک ډيمونو د جوړولو د وخت، بودیجې او مسوولینو منظم مهالوېش به ورته ترتیب شي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د راتلونکي کال په بودیجه کې به په ارغستان کې د یوه بند د جوړولو لپاره تخصیص هم په پام کې ونیول شي.
د ده په وینا، پخوانۍ پرېمانه اوبه نورې نه دي موجودې، ځکه د اوبو کچه ټیټه شوې، نو په کار دی چې د اوبو کارولو، سپما او زېرمه کولو ته اساسي پام وشي.
بارکزی وايي، ولسمشر په دغه لیدنه کې د کرنې وزارت ته د باغونو او کروندو د خړوبولو لپاره د قطره یي سیستم دود کولو لارښوونه هم وکړه.
بل خوا د کندهار د اقتصاد ریيس ګل احمد ارین وايي، دوی هم د ارغستان د لوړې بند د جوړولو خبره د اقتصاد تر وزارت پورې رسولې او وزارت په دې برخه د لاس په کار کېدو ژمنه ورکړې.
د ارغستان د لوړې بند د دې ولسوالۍ په سیدانو کلي کې موقعيت لري چې لومړۍ سروې یې په شپږ کاله مخکې د یوه نړیوال شرکت له لوري شوې ده.
د شوې سروې له مخې، دغه بند د ۳۵ متره لوړوالي په جوړولو د ۱۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د ارغستان په ګډون د پنځو نږدې ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حلولی شي او شاوخوا ۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.
ارین وايي، د دغه بند د جوړولو په موخه ۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د اړتیا وړ څېړنې یې ۱۸ میاشتې او جوړول یې ۳ کاله وخت غواړی.
ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د پاکستان د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له شهر صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
دغه ولسوالي ٣٣٥ لوى او کوچني کلي لري، چې نږدې ټول اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
په وروستيوکلونو کې په کندهار کې په منځنۍ کچه تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۵۰ متره او په ځینو سیمو کې تر دې هم ډېره ټيټه شوې چې له امله يې د ښار په ځينو سيمو کې د څښاک او په ولسواليو کې د کرنې لپاره اوبو موندل ستونزمن شوي دي.
په کندهار کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټيټېدو کېدو عمده لامل په غير فني بڼه د برمو وهل او د اورښتونو کمښت ګڼل کېږي.
خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي، مخکې له دې چې وچکالي د ناورین برید ته ورسېږي، د غيرفني برمو وهلو مخه دې ونيسي، د باران اوبو د مهارولو، د شته اوبو د ساتلو او د زرغونې ساحې د زياتولو لپاره دې کار وکړي څو د اوبو کچه بيرته رالوړه شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله سعیدي وايي، د کندهار سپین بولدک، ارغستان، رېګستان، شاولیکوټ او میوند ولسوالۍ وچکالۍ ډېرې ځپلي او تر ځمکې لاندې اوبه يې له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ متره کښته شوي دي.
د ده په خبره، د اوبو د ټيټېدو کېدو لوی لامل ژورې څاه ګانې دي چې په غیرمسلکي ډول کيندل شوي دي.
دی وايي، د وچکالۍ د روان ناورین د کنټرول لپاره باید د باران اوبو د مهار کېدو تر څنګ شنه کمربندونه جوړ شي، ځنګلونه وساتل شي، څو تر ځمکې لاندې اوبه نورې ټيټې لاړې نه شي.
د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت د کال په اوږدو کې له ۲۵۰ ملي متره زیات باران ته اړتیا لري خو سږ کال یوازې ۷۵ ملي متره باران شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










