مهترلام (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٧) : د لومړي ځل لپاره د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د مېرمنو لپاره د يو سوداګريز کمپلکس جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې چارواکي وايي، ۲۲ نيم ميليونه افغانۍ به يې په جوړېدو ولګول شي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل چې د مرکز مهترلام اړوند د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د مېرمنو سوداګریز کمپلکس د بنسټ ډبره د والي محمد اصف ننګ او يو شمېر نورو مسوولينو په لاس کېښودل شوه.
دی وايي، دغه سوداګریز کمپلکس چې د کور او ښار جوړولو وزارت په مالي ملاتړ په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي، څلور سوداګریز مارکېټونه، ۲۴ هټۍ، شنې ساحې، کانتین، د کوچنیانو د لوبو ځایونه او نور ټول ضروري محلقات به ولري، چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ځواک وويل، په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو ريیس انجنیر وفي الله اسحاقزي وویل چې یاد سوداګریز کمپلکس به تر جوړېدو وروسته د ښځو چارو د ریاست په واک کې ورکول کېږي او هغوی به یې پاتې چارې سمبالوي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ يادو مراسمو ته وويل چې ولایتي اداره په دې هڅه کې ده څو د تجارت له لارې د مېرمنو د ژوند او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د لغمان د ښځو چارو رييسه نسیمه شفیق سادات او د ولایتي شورا استازې راضیه نیازۍ بیا د دغه سوداګریز کمپلکس د جوړولو له امله د ولایت مقام له هلو ځلو د مننې تر څنګ د مېرمنو لپاره د تجارت په برخه کې دا یو ستر پرمختګ او اړین ضرورت په ګوته کړ او په دې یې خوښي څرګنده کړه چې ولایتي اداره په لغمان کې د مېرمنو د توانمند کولو لپاره قوي هوډ او اراده لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










