Language

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو لیلیه جوړېږي

ښرنه (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٦١ ميليونه افغانيو په لګښت د زده کوونکو نجونو لپاره د يوې ليليې جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق وويل چې دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې په اساسي ډول د دوو کلونو په موده کې جوړېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، پر دې ودانۍ ٦١ ميليونه افغانۍ لګول کېږي چې ٣٢ خونې، د اوبو مجهز سيستم، د برق سيستم، عصري تشنابونه او د احاطې دېوال به ولري.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا والي الیاس وحدت نجونو ته د يادې ليليې پر جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل چې له دې سره به په دغه ولايت کې نجونو لپاره د زده کړو اړينه زمينه برابره شي.

والي وويل چې په نږدې راتلونکي به د ٤٠ ميليونه افغانۍ په لګښت په مرکز ښرنه کې د نجونو د يوې لېسې د جوړېدو چارې هم پيل شي.

وحدت زياته کړه چې له ډېرو هڅو سره په تېرو څو کلونو کې ونه توانېده چې په خوشامند ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

همدارنګه د مرکز ښرني يوه قومي مشر وکيل باچاخان وويل چې د خلکو له غوښتنې سره سم په ښرنه کې نجونو لپاره د يوې ليليې د جوړېدو چارې پيل شوې.

هغه وويل چې د دې ودانۍ د جوړېدو له چارو بايد په سمه توګه څارنه وشي څو په سمه توګه يې کار پاى ته ورسېږي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې د ښرنې په ګډون په ټوله پکتيکا کې د نجونو لپاره لېسه نه وه جوړه شوې.

login or register a new account.

Related Topics